1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارواح پوهان: د مهاجرو رواني حالت باید وڅارل شي

۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبه

په راتلونکو میاشتو کې به په زرونو مهاجر امریکا ته ورسیږي. چارواکي باید دوی ته بنسټیزي اسانتیاوي برابري کړي. خو کارپوهان وایې چې په جگړه کې د ښکیلو سیمو ډېر مهاجر کیدای شي رواني ناروغه وي.

https://p.dw.com/p/1HskG
انځور: DW/D. Cupolo

امریکایې ارواح پوهان وایې چې له جگړه ځپلو هیوادونو څخه راتلونکي مهاجر له ډیرو ترخو او زړه بږنونکو پيښو سره مخامخ شوي دي. د دې له پاره چې دوی د جنگونو او ناخوالو دغه ترخې تجربې له خپلو مغزو څخه وباسي ډېرو رواني مرستو ته اړتیا لري.

دا هغه خبره ده چې تر اوسه پوري یې نه سوریایې مهاجر مني او نه هم هغه ادارې او اشخاص چې د دغو مهاجرو چاري سمبالوي. په مشهور امریکایې پوهنتون هارورډ کې روان پيژندونکی پروفیسر رچراډ مولیکا وایې:

«په دې وخت کې مهاجر په هني مون(تر واده وروسته رخصتۍ) کې دي. امریکا ته تر رسیدو یو کال وروسته دوی له خپل پخواي وضعیت څخه په وتلو ډیر خوشحاله وي او داسې فکر کوي چې په امریکا کې هر څه ډیر ښه پر مخ روان دي. بیا یو یا دوه کاله وروسته یې روحي حالت مخ پر خرابیدو شي.»

د میساچوسټس ایالت یو اوسیدونکی ایحام الحوراني، اسوشېتد پرس خبري آژانس ته وویل چې له هغه سره دومره وخت نه پيدا کیږي چې هغه د خپل رواني حالت په هکله فکر وکړي. د یوه ژباړونکي په مرسته هغه خپلی خبري په دې ډول پیل کړې:

«موږ له ډېر ستونزمن حالت څخه دلته راغلي یو. د مهاجرو په کمپ کې موږ په ډیر خراب حالت کې وخت تیر کړی دی، خو مهمه خبره دا ده چې موږ اوس دلته رارسیدلي یوو.»

په امریکا کې هغه ادارې چې له مهاجرو سره سروکار لري د هغو دریځ دا دی چې په اوس وخت کې د مهاجرو د ذهني روغتیا او یا هم د هغوی د اړتیاو په هکله اټکل کول به مخکې له وخت خبره وي.

خو ارواح پوهان بیا وایې اړینه ده چې له هم هغه پيل څخه د نوو راتلونکو پناه غوښتونکو رواني حالت او احساسات وڅارل شي، ځکه ډېر وختونه د دا ډول حالاتو نخښي نښانې څو میاشتې وروسته را څرگندیږي.

په سوریه کې له ۲۰۱۱م کال راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده. له هغه وخت راهیسې امریکا متحدو ایالاتو یوازي ۲۵۰۰ مهاجرو ته پناه ورکړې ده.

د امريکا حکومت په پام کې لري چې د ۲۰۱۵م کال له اکتوبر څخه د روان کال تر اکتوبر میاشتې پورې ۱۰۰۰۰ نور مهاجر ومني.

د ارواح پوهانو په اند د مهاجرو له۱۰ تر۲۰ سلنه پوري د جنگي حالاتو له امله په رواني ناروغیو اخته کیږي.