1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان پر ګيزي پروژې ټينګار کوي

۱۳۹۵ خرداد ۳۰, یکشنبه

د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان غواړي چي د ګيزي پارک شخړيزه تعميراتي پروژه پر مخ بوزي. په دې ترڅ کي د ترکيې اړونده محکمه د هغه ملاتړې ده.

https://p.dw.com/p/1J9Td
Türkei Ankara Präsident Recep Tayyip Erdogan
انځور: Getty Images/AFP/A. Altan

د استانبول په ګيزي پارک نومي سيمه کي، چيري چي اوس لا ونې ولاړي دي، ښايي هلته د عثماني خلافت د وختونو په څېر يوه لويه د قشلې ودانۍ جوړه کړل سي. د دغې قشلې دننه به يو لوی سرپټی بازار او لوی مسجد هم موجود دوي. د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان د دغه تعميراتي پروژې څخه د پر شا کېدلو له پاره هيڅ نه دی چمتو.

اردوغان د ګيزي پر پارک د قشلې د ودانۍ د جوړولو د پروژې په تړاو د شنبې په ورځ وويل: «موږ به هلته يوه تاريخي ودانۍ جوړه کړو.» نوموړي دا څرګندونې د استانبول په ښار کي و يوې غونډي ته د وينا پر وخت وکړې، کومي چي په تلويزيوني خپرونه کي هم خپرې کړل سوې. اردوغان وويل چي د دغې پروژې له پاره بايد «له همته ډکه» اراده او ژمنتيا موجوده وي.

احتجاجونه

د يادي قشله يي ودانۍ د جوړولو پلانونه د څو کالو راهيسي تيار پراته خو لا عملي کړل سوي نه دي. دغه پلان چي د يوه لويه پرستيژ تعميراتي پروژه به د استانبول و تکسيم ډګر ته نژدې د ګيزي د ونو ډک زرغون پارک ځای نيسي، د ۲۰۱۳ کال د می او جون په مياشتو کي د احتجاجونه لامل سو. د دغه احتجاجونو د غوسې څپه د ترکيې تر نورو برخو پوري هم ورسېدله.

د ۲۰۱۳ کال په احتجاجونو کي یوازي د ګيزي پارک شخړيزه تعميراتي پروژه نه وه مطرح بلکه په مجموع کي د پرمختګ او عدالت د اسلامي محافظه پال ترکي ګوند AKP او د هغه د رئيس رجب طيپ اردوغان سياست تر تنقيد لاندي نيول کېدی. درې کاله تر مخه په تر سره سوو دغو احتجاجونو کي د تاوتريخوالي د رامنځ ته کېدو له کبله هغه وخت ۸ انسانان وژل سوي هم وه. د هغه راهيسي د ګيزي پارک د ترکي حکومت د مخالفينو له پاره د يوه سمبول بڼه خپله کړې ده.د محکمې له خوا شين څراغ

د هغه وروسته چي د ګيزي پارک د لانجې پر سر په رامنځ ته سوو احتجاجونو کي مرګ ژوبله او تاوتريخوالی رامنځ ته سو، نو دغه تعميراتي پروژه وځنډول سوه. خو د تېر کال د جولای په مياشت کي د ترکيې عالي اداري محکمې د نورو محکمو ټولي هغه مخکنۍ فيصلې لغوه کړې چي پکښي په ګيزي پارک کي د تعميراتي کارونو د درولو امر سوی ؤ.

اردوغان اوس غواړي چي کارګر ژر تر ژره پر دغه تعميراتي پروژه کار پېل کړي. نوموړي ويلي: «که موږ خپل تاريخ خوندي کول غواړو، نو موږ بايد دغه تاريخي ودانۍ بېرته جوړه کړو.» د دې له پاره چي د درو کالو مخکي په څېر بيا احتجاجونه رامنځ ته نه سي، ترکي حکومت اقدامات کړي دي. په دې ترڅ کي په تکسيم ډګر کي د هر ډول مظاهرو او احتجاج ممانعت دی. که یو څوک بيا هم د دې هڅه کوي چي په دغه ډګر کي احتجاج وکړي، نو يې پوليس په سمدلاسه توګه احتجاج ورمنمحل کوي.

ښايي دغه پارک په يوه لويه تعميراتي ساحه بدل سي
ښايي دغه پارک په يوه لويه تعميراتي ساحه بدل سيانځور: DW/D. Heinrich