1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان غواړي «نوی عصر» پيل کړي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۲۰, دوشنبه

د ترکيې اوسنی لومړی وزير او راتلونکی جمهور رئيس د دغه هيواد په ولسمشرۍ ټاکنو کي تر بريا وروسته د یوه «نوي پيل» اعلان کړی دی. اردوغان د يکشنبې ورځي په ټاکنو کي د لومړيو پايلو له مخي مطلق اکثريت گټلی دی.

https://p.dw.com/p/1CsJL
انځور: REUTERS

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان د ټاکنو تر پايلو وروسته وويل چي دی غواړي «نوی عصر» پيل کړي او «پخواني اختلافات» حل و فصل کړي.

دغه اسلامي محافظه کاره سياستوال د يکشنبې په ورځ ماښام په انکره کي خپلو پلويانو ته په يوه وينا کي وويل: «وروڼو دا زه له زړه وايم. راځئ چي يوه نوې ټولنيزه پخلاينه پيل کړو او راځئ چي پخواني بحثونه په پخوانۍ ترکيه کي پريږدو. راځئ چي جنجالونه، د زورزياتي کلتور او مجازي ستونزي په پخوانۍ ترکيه کي پريږدو.»

مطلق اکثريت

د مقدماتي رايي شمېرني د وروستيو پايلو له مخي اردوغان د يکشنبې ورځي (۲۰۱۴م کال د اگست ۱۰) د ولسمشرۍ ټاکنو په سلو کي ۵۲ سلنه رايي گټلي دي. د هغه اصلي سيال اکمال الدين احسان اوغلو، ۳۸ سلنه او د کردي اقليت کانديد صلاح الدين دميرتاش بيا په سلو کي تر لس سلنه لږ رايي خپلي کړي دي. په دې سره نو اردوغان سمدلاسه د رايو مطلق اکثريت گټلی دی.

کله چي د ترکيې د انتخاباتو کمېسيون رئيس په ټاکنو کي د اردوغان بريا تائيد کړه، د هغه په سوونو پلويان په موټرو کي چي د ترکيې او د اردوغان د انځور بيرغونه ور سره ول د انقرې سړکانو ته راووتل او خپله بريا يې ولمانځله. په پام کي ده چي د ترکيې د ټاکنو کمېسيون به نن په رسمي توگه د ولسمشرۍ ټاکنو پايلي اعلان کړي.

Präsidentschaftswahl in der Türkei Erdogan Anhänger 10.08.2014
انځور: REUTERS

لومړۍ مستقيمي ټاکني

دا لومړی وار دی چي په ترکيه کي جمهور رئيس د خلکو په مستقيمو رايو سره ټاکل کيږي. په دغه هيواد کي هر وخت پارلمان جمهور رئيس ټاکي. اردوغان د لومړي وزارت دوې پنځه کلني دورې تيري کړي. هغه مخکي تر دې چي جمهور رئيس سي غوښتي ول چي جمهور رئيس چي سبوليک صلاحيتونه لري، بايد نوي صلاحيتونه ورکړل سي.

پر شاوخوا ۵۳ ميليونو ترکانو د رايو ورکولو ږغ سوی وو. د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د يوه څارونکي د اټکل له مخي داسي ښکاري چي په دغو ټاکنو کي دي په مارچ مياشت کي د سيمه ييزو ټاکنو په پرتله لږ کسانو برخه اخيستې وي. په اول وار تر ترکيې دباندي ترکان هم په هغو هيوادونو کي چي اوسېدل د ترکيې په ولسمشرۍ ټاکنو کي خپلي رايي وکارولې.

د آلمان په اوو سترو ښارونو کي هم د ترکانو له پاره د رايو ورکولو مرکزونه جوړ سوي ول. په آلمان کي نزدې ۱،۴ ميليونه ترکان ژوند کوي.