اردوغان د مظاهرو پړه پر منتقدينو اچوي
۱۳۹۲ خرداد ۱۴, سهشنبهد دوشنبې په ورځ ناوخته پولیسو د هغو مظاهره کوونکو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخيست چې په انقره کې د اردوغان د دفتر مخې ته راټول شوي ول.
پر دې سربیره د ترکیې په یو شمیر نورو ښارونو، لکه استانبول، کې هم د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. په استانبول کې مظاهره کوونکي د تقسیم په میدان کې راټول شوي ول او د اردوغان د ګوښه کیدو شعارونه یې ورکول.
د ترکیې په مظاهرو کې تر اوسه پورې دوه کسان وژل شوي دي. لومړی کس هغه وخت ووژل شو چې په استانبول کي یو موټر د خلکو په ګڼه ګونه ننوت. دوهم کس د سوریې او ترکیې پولې ته نزې په انتکیا سیمه کې د یوه ناپیژندل شوي کس له خوا وویشتل شو. ویل شوي دي چې د ترکیې د وروستیو مظاهرو له کبله تر اوسه پورې په سوو کسان ټپیان شوي هم دي.
په ترکيه کې ناآرامۍ دوام لري
تر دې دمخه د دوشنبې په ورځ اردوغان د ترکیې د ناراميو پړه پر «ناراضیانو» باندي اچولې وه. هغه ادعا کړې وه چي ناآرامۍ ډیرې پراخي نه دي.
اردوغان د مراکش په پلازمینه کې ویلي ول: «اوس وضعیت د آرامېدو په حال کې دی. کله چې زه له دې سفر څخه ستون شم نو وضعه به بیرته آرامه شي.» هغه ادعا کړې وه: «د [اپوزیسیون] د خلکو د جمهوري غوښتونکو ګوند او نور ناراضیان په دغو ناآرامیو کې لاس لري.»
په ترکيه کې د جمعې په ورځ مظاهرې پیل شوې، خو ډیر ژر د دغه هیواد نورو برخو ته هم وغځیدې. که څه هم مظاهرې په لومړي سر کې د یوې ساختماني پروژي پر ضد پیل شوې خو اوس مظاهره کوونکي د اردوغان د ګوښه کیدو غوښتنه کوي.
د ترکیې متحدین د وضعې په اړه اندیښنه څرګندوي
په همدې حال کې په ترکيه کې د سوداګرو یوې اتحادیې د دولتي ځواکونو له خوا د مظاهره کوونکو د ځپلو په غبرګون کې د سه شنبې په ورځ د یوه دوه ورځني اعتصاب د پيلېدو خبره کړې ده. امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ د هغو رپوټونو په اړه اندیښه څرګنده کړه چې وایي حکومتي ځواکونو د مظاهره کوونکو پر ضد له زورزیاتي څخه کار اخیستی دی. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي دي: «موږ هیله لرو چې په دې اړه به پوره څیړنې تر سره شي.»
تر دې مخکې د آلمان صدراعظمې انګيلا میرکل هم له ترکي چارواکو څخه د زغم غوښتنه کړې وه.