1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردن په عراق کي پر «اسلامي دولت» يرغل کړی

dpa, afp, ap۱۳۹۳ بهمن ۱۷, جمعه

تر اوسه پوري اردن د «اسلامي دولت» ډلي پرضد يوازي په سوريه کي مبارزه کوله. خو د دغي تروريستي ډلي له خوا د يوه اردني پيلوټ تر وژلو وروسته اوس دغه هيواد په نورو سيمو کي هم پر دغي ډلي باندي يرغلونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1EWNb
انځور: picture-alliance/dpa/Jordan News Agency

د اردن هوايي ځواک د پنجشنبې په ورځ د «اسلامي دولت» ډلي ډېر روزن ځايونه او د وسلو زيرمي بمبار کړي دي.

د اردن د بهرنيو چارو وزير ناصر جوده، له امريکايي تلويزيون «فکس نيوز» سره په مرکه کي ويلي دي چي په عراق کي ئې هم د «اسلامي دولت» ډلي مرچلونه بمبار کړي دي.

اردن تر اوسه پوري د «اسلامي دولت» ډلي پرضد د امريکا په مشرتوب ائتلاف يوازي په سوريه کي ملاتړ کاوه. د اردن د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي «موږ په اسلامي دولت ډلي پسې يو، هر چيري چي وي موږ ورپسې ځو.» خو اوس هم د دغي تروريستي ډلي پرضد اردني عملیات تر عراق په سوريه کي قوي دي.

د اردن په دولتي تلويزيون کي د دغه هیواد د دفاع وزارت له خوا په يوه بيانيه کي ويل سوي دي: «دايي پيل وو، تاسي به اردن نورهم وپيژنی.»

په دغه بيانيه کي د «اسلامي دولت» ډلي ته گواښ سوی دئ، چي اردن به د دغي ډلي پرضد هوايي بريدونو ته تر هغه وخته پوري ادامه ورکړي، ترڅو دوی «ټول له منځه نه وي وړي.»

ترهگره ډله «اسلامي دولت» د عراق او سوريې يو پر دريمه برخه په خپل کنترول کي لري، او اردن له دغو دواړو هيوادونو سره سرحد لري. د عمان حکومت د تيرکال په سپتمبر مياشت کي د امریکا په مشرتوب اسلامي دولت ډلي پرضد نړیوال ائتلاف کي شريک سو.

په اربيل کي د امريکا ژغورونکي الوتکي

امريکا متحدو ايالاتو د «اسلامي دولت» ډلي له خوا د اردني پيلوټ تر بې رحمه وژني وروسته د عراق په شمال کي نوري ژغورونکي څرخۍ الوتکي ځای پر ځای کړي دي.

«نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په حواله ليکلي دي، چي دغه اقدام د دې له پاره سوی دئ، چي د يوې الوتکي د راتلوېدو په صورت کي بېلوټان وژغورل سي.

دغه الوتکي به نه يوازي امريکايي پيلوټان، بلکي هغه پيلوټان به هم ژغوري چي د «اسلامي دولت» ډلي پرضد د امريکا په مشرتوب ائتلاف کي شريک دي.

د اردن وژل سوی پيلوټ، وروسته له هغه د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» جنگياليو ته په لاس ورغلئ چي الوتکه ئې راولوېده.

د اسرائيلو همدردي

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو د اردن له پاچا عبدالله دوهم، سره په تليفوني خبرو کي د اردني پيلوټ په اړه خپل تسليت ويلی دئ. د نتانياهو دفتر ويلي دي چي مشر ئې په تليفوني خبرو کي د «اسلامي دولت» ډلي پرضد د يوې گډي مبارزې وړانديز کړی دئ.

ويل کيږي چي نتانياهو د عمان د هغي پريکړي هرکلی کړی دئ، چي تر درو مياشتو ځنډ وروسته ئې اسرائيلو ته د خپل سفر د بيرته لېږلو په اړه کړې ده.

اردن هغه وخت له اسرائيلو خپل سفر وايست چي په الحرم الشريف کي ناارامۍ رامنځ ته سوې. دغه ځای مسلمانانو او يهوديانو ته ډېر مقدس دئ.