1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اداري فساد افغانستان له ستونزو سره مخامخ کړی

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د افغانستان د بیا رغاونې د بهیر د څارنې امریکايي ادارې په وروستي رپوټ کې راغلي دي چې په دې هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو لس کلن مالي کار د رشوت اخیستنې او غلا له کبله له گواښ سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/1BrcT
انځور: picture-alliance/Ton Koene

دغه رپوټ ۲۶۰ پاڼې لري چې په کې راغلي دي چې په افغانستان کې پراخ اداري فساد د حکومت هغه وړتیاوې محدودوي چې له مخې یې باید پیسې راټولې کړي او اقتصادي ودې ته لاره هواره کړي. پر دې سربیره د رپوټ په حواله اداري فساد په افغانستان کې د حساب اخیستنې امکانات هم له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د افغانستان د بیا رغاونې د څارنې ادارې یا سیگار مشر جان سوپکو، په دې رپوټ کې ویلي دي: «په افغانستان کې ځانې او مالي لگښتونه ډیر لوړ وو. که موږ له دې چانس څخه گټه پورته نه کړو او د ادارې فساد پر وړاندې جدي گامونه پورته نه کړو، نو موږ به خپلې ټولې لاس ته راوړنې د ناکامۍ له خطر له مخامخ کړو.»

سیگار ویلي دي چې اداري فساد په افغانستان کې پر گمرکونو باندې ډیره اغیزه اچولې ده. دا په داسې حال کې ده چې همدا گمرکونه د دې هیواد لویه عایداتي منبع بلل کیږي او کیدای شي له افغانستان سره له مالی لحاظه تر یوه حده پورې په خپلواکه کیدو کې مرسته وکړي. امریکایي ادارو ویلي دي چې د هغوی د ارزونو له مخې هر کال افغانستان د قاچاقو له کبله په سلهاو میلیونه ډالر تاوان کوي. دغې ادارې روښانه کړې ده چې که په گمرکونو کې د قاچاقو مخه ونیول شي نو کیدای شي چې په پایله کې یې د افغانستان د دې سکتور عایدات دوه برابره لوړ شي.

د سیگار د رپوټ په حواله افغانستان د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د خپلو عایداتو له پاره ۲،۴ میلیارده ډالر هدف ټاکلی وو چې په دې موده کې یې له ټاکل شوي هدف څخه ۱۲ سلنه لږې پیسې راټولې کړې دي. دې ادارې همداراز گواښ کړی دی چې افغانستان کیدای شي په روان کال کې هم له خپل ټاکل شوي هدف ۲،۵ میلیارده ډالرو څخه ۲۰ سلنه لږې پیسې راټولې کړي.

د رپوټ له مخې افغانستان به وشي کولای چې د خپلې عادي ۷،۵ میلیادره ډالرو بودجې یوازې دریمه برخه پخپله تمویل کړي او پاتې برخه به یې د نړیوالې ټولنې له خوا تمویل شي.

که څه هم امریکا متحده ایالاتو د گمرکونو په سیستم کې د روڼوالې پر رامنځ ته کیدو باندې ۱۹۸ میلیونه ډالر مصرف کړي دي خو بیا هم په دې سکتور کې ادارې فساد موجود دی. له بلې خوا بیا په ځینو گمرکونو لکه د کابل په نړیوال هوايي ډگر کې د ادارې فساد کچه ډیره لویدلې ده. په رپوټ کې راغلي دي: «یوازې د وړو او وریجې د قاچاق له کبله هر کال د افغانستان هر گمرک ۲۵ میلیونه ډالره ضرر ویني.»

پر دې سربیره په افغانستان کې اوس هم ډیر وخت پیسې له الکترونیکي لارې له یوه حساب څخه بل حساب ته نه لیږدول کیږي چې له کبله یې د پیسو د انتقال پر مهال غلا او ادارې فساد ته لاره هواریږي.

په عین حال کې دا هم ویل شوي دي چې د افغانستان لویه څارنوالي اوس هم په خپل کار کې ډیر موثریت نه لري او د امریکایي چارواکو هغه وړاندیزونه یې رد کړي دي چې له هغوی سره د فساد په له منځه وړلو کې مرسته وشي.