1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اختر ته څه ډول تياری روان دئ؟

۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبه

په افغانستان کي کوچني اختر ته هر څوک جلا جلا تياری نيسي، او په دغه شپو ورځو کي هغه خلک چي په لويو بازارونو کي دوکانونه لري ډير ستړي وي.

https://p.dw.com/p/15piC

د ښار د يو لوی دوکان دباندي دیوال د وړو او لویو ستورو لرونکو غوږوالیو، دیراګانو، ښکلو ګلانو او حتی د ځينو شرکتونو نښانونو پوښلی دئ. ریحانه په داسي حال کي، چې طلايي او سپین غوږوالي له دیوال څخه را جلا کوي، له مور سره ږغېږي، چې آیا دا رنګ غوږوالي ئې له جامو سره ښه ایسي که نه؟

پلورونکی هغې ته وړوکې هنداره مخامخ نیسي او ریحانه هم په پوره دقت سره غوږوالي په غوږونو ځړوي. غوږوالي له دوو ظریفو ځنځیرونو او د سپینو زرو له ستورو او سپوږمۍ څخه جوړ شوي دي.

ریحانه پرېکړه کوي، چې دغه غوږوالي د اختر جامو له پاره واخلي؛ خو بیه ئې ډېره لوړه ده؛ خو د بيي تر ډېر کښته پورته کولو وروسته، ځوان پلورونکی راضي کوي، چې غوږوالي ور باندي وپلوري.

د اوږدو او تودو ورځو د روژې په وروستۍ اوونۍ کې، ښار ورو ورو بېرته را ویښېږي، نفس کاږي او د پلورونکو شور او ځوږ د بازار موسیقي جوړوي. دا تېري ورځي دوکاندارانو پخپلو دوکانونو باندي ښه لاس وهلی دئ.

په دې ورځو کې لوی سړکونه په ګرځنده پلورونکو ډک شوي دي، له دې ښکاري، چې اختر هغوی ته د زیات خرڅلاو زمینه برابره کړې ده. دا لا څه، چې په کوڅو او پس کوڅو کې هم ښاریان پر ګرځندو پلورونکو را ټول دي او څيزونه رانیسي.

کابل د تناقضاتو ښار دئ، داسي یو ښار، چې د هستوګنو ډیرکي ئې په ورځ کې دوه ډالره عاید لري، داسي ښار، چې په دومره پیسو یوازي لس وچي ډوډۍ رانیول کېدای شي؛ خو له دې سره سره، د اختر را رسېدلو خلک بازارونو ته را سم کړي دي، چي خپله دغه وړوکې ښادي ولمانځي.

د کابل د نوي ښار د یوې هټۍ پلورونکی نوید، په داسی حال کې چې نوي جامې د خپلې هټۍ په ویترین کې ځای پرځای کوي، وایي:

«زیات پلور د ماسپښین له څلورو بجو وروسته پېلېږي، ځکه چې هوا توده ده او څوک نشي کولای په نوره ورځ کې د څه رانيولو له پاره راووځي؛ خو د شپې له خوا ډېر ښه پلور کولای شو، ښځي په هر حال کې؛ که ئې د کورنۍ اقتصاد ښه وي یا ښه نه وي، یو څه را نیسي؛ هغوی داسي باور لري، چې د اختر په ورځ د نویو جامو اغوستل برکت لري.»

خو د کابل پوهنتون زده کړیالي، زهرا له پاره د نویو جامو را نیول، هومره اړین نه دي. هغه وایي: «چې ماشومه وم؛ نو هیله مې دا وه، چې د اختر په ورځ نوي جامې ولرم؛ خو اوس مهال مي مصروفيت دومره زیات شوی دئ، چې نه مي پرېږدي د نویو جامو په فکر کې شم.»

زه له اختر سره ډېره ښه نه یم؛ ځکه چې ددغو ورځو له ډېرو لیدنو او کتنو ستړې کېږم؛ ډېري لګښتونه یوازي د سیالۍ او شریکۍ له پاره تر سره کېږي؛ په داسي حال کي، چي په همدغو پیسو کېدلای شي، له یوې کورنۍ سره مرسته وشي. ځکه نو زما خوښېږي، چې د اختر رخصتۍ په کور کي دننه تېرې کړم.»

د بهاران سینګارځي(آرایشګاه) څښته ستاره، سره له دې چې ددې مېاشتي په وروستۍ اوونۍ کې به څو ناوياني سینګاروي، خو هغه د کار له لږوالي شکایت کوي:

«اختر ته دوې درې ورځي پاته دي او زه د روژې د اوویشتمي له پاره څو ناوياني لرم؛ خو د تېرو کلونو په پرتله، د کار بازار ښه نه برېښي، لامل ئې په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو موضوع ده، چې خلک ئې سخت وېرولي دي. خلک هڅه کوي، چې لږ پېسي مصرف کړي.»

نجوا/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل