1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمد ولي کرزی څنگه ووژل سو؟

۱۳۹۰ تیر ۲۱, سه‌شنبه

د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور، احمد ولي کرزی، نن په کندهار کي په خپل کور کي ووژل سو. طالبانو د احمد ولي کرزي د وژني پړه پر غاړه اخيستي. خو د کندهار امنيتي چارواکي وايي چي هغه خپل د محافظتي کروپ قومندان وژلی.

https://p.dw.com/p/11tek
احمدولي کرزی
احمدولي کرزیانځور: AP

کندهار ولايت د امنيې قومندان، عبدالرازق، ويلي چي احمد ولي کرزی د سردار محمد نومي کس لخوا وژل سوی. د عبدالرزاق په وينا، سردار محمد د 200 ساتونکو قوماندان ؤ، چي په کندهار کي يې د کرزي د کورنۍ ساتنه کوله.

امنيه قومندان وايي، چي سردار محمد د اوو کلونو را په دې خوا په «بالاکرز» کي د احمد ولي کرزي د کورنۍ څخه ساتنه کوله.

د کندهار امنيې قومندان، عبدالرازق، زياته کړې چي نن «سه شنبه» سردار محمد د احمد ولي کرز ځای ناستي ته تر رسيدو وروسته د احمد ولي کرزي ساتونکو ته يو ليک ښودلی او ويلي يې دي، چي دی د کرزي سره يو عاجل کار لري.

د عبدالرازق په وينا وروسته له هغه چي سردار محمد کرزي ته ورغلی څو شيبې وروسته د احمد ولي ساتونکو د ډزو آواز واوريدی:

« وروسته تر هغه چي د کرزي ساتونکي کوټي ته ورننوتل، احمد ولي کرزی په وينو کي لژنده پروت او پر سر او سينه په مرميو ويشتل سوی وه.»

د عبدالرازق په وينا وروسته بيا د کرزي ساتونکو سردار محمد ويشتلی. عبدالرازق ويلي چي احمد ولي کرزي ځای پر ځای ساورکړې او سردار محمد هم ځای پر ځای د ساتونکو لخوا وژل سوی دی.

د افغانستان د ملي امنيت د ادارې يوه لوړپوړي چارواکي دا خبره تاييد کړي چي احمدولي کرزي د سردار محمد لخوا وژل سوی. د ملي امنيت دغه چارواکي ويلي چي سردار محمد د کرزي د کلي يو له مشرانو څخه وه.

د ملي امنيت دغه چارواکي د نو د نه بربنډيدو په شرط ، ويلي چي د پيښي د رامنځ ته کيدو پر مهال احمدولي کرزی او سردار محمد په کوټه کي يوازي ناست ول.

NO FLASH Ahmad Wali Karzai
انځور: AP

د افغانستان د ملي امنيت کار کونکي وايي چي سردار محمد د ديرشو او څلويښتو کلونو په منځ کي عمر درلودی او احمد ولي کرزي، له ډير وخته پيژانده.

د کندهار والي، توريالي ويسا، ويلي چي د احمد ولي کرزي وژونکی د کرزي د کورنۍ با اعتماده سړی و:

« هر وخت چي به حامد کرزی يا قيوم کرزی کندهار ته راتلل، د دوی امنيتي چاري به سردار محمد ته سپارل کيدې.»

د کندهار والي ويلي چي د پيښي وروسته د سردار محمد ساتونکي نيول سوي او د کندهار امنيتي چاري نوري هم ټينګي سوي.

په کندهار کي تقريباً ټول لوی واټونه تړل سوي او په ښار کي خارجي او داخلي ځواکونه گزمې کوي.

د کندهار يو شمېر ښاريانو دويچه ويله ته په تليفوني تماس کښي وويل، چي په ټول ښار کي هغه ډول يو فضا ده لکه د روسانو په خت کي چي به هيڅ څوک په کوڅو او بازارونو کي نه ليدل کيده.

د فرانسې د ولسمشر نيکولاس سرکوزي په شمول په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال پيتريوس د احمد ولي کرزي وژنه غندلې او ويلي يي دي چي د ايساف ځواکونه به د افغان حکومت څخه پوره ملاتړ وکړي، ترڅو د پيښي عاملين د قانون منگولو ته وسپاري.

دغه راز دغه پيښه په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفارت لخوا هم غندل سوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل