1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نوي والیان د حالاتو د کابو کولو له پاره ټاکل شوي»

۱۳۹۴ مهر ۱۶, پنجشنبه

د ملي یووالي حکومت د څلورو شمالي ولایتونو نوي والیان وټاکل. په داسې حال کې چې ورځ تر بلې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې جګړه د غځیدو په حال کې ده، کارپوهان وايي چې دا اقدام د حالاتو د کابو کولو په موخه شوی.

https://p.dw.com/p/1GkQs
انځور: AP

[No title]

د ملي یووالي حکومت د څلورو شمالي ولایتونو نوي والیان وټاکل. د اجرائیه ریاست ویاند په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د عبدالستار بارز د بغلان، محمد یاسین ضیا د تخار، ظاهر وحدت د سرپل او سید انور سادات د فاریاب ولایت د والي په توګه ټاکل شوي دي. د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې دغه کسان د افغانستان د شمال د وضعیت خرابیدو په پام کې نیولو سره د حالاتو د کابو کولو په موخه سیمې ته استول کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب