1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدي نژاد پر امریکا او اسرائیلو باندې نیوکې کړې دي

۱۳۹۱ مهر ۶, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16GGp

د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال، د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد پر امریکا او اسرائیلو باندې نیوکې کړې دي.

هغه په داسې حال کې دغه خبره کړي دي چې ولسمشر بارک اوباما همدې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي وو چې هیواد به ئې اتومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي.

احمدي نژاد د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې هیواد ئې د برید تر سیورې لاندې ژوند کوي. هغه زیاته کړه چې دئ په دې باور دئ چې په نړۍ کې د سولې او ثبات د راتلو مخه پخوانیو او اوسنیو جنگي شخړو نیولی دئ.

د احمدي نژاد د وينا پر مهال په غونډه کي د امريکا د متحده ايالتونو استازو د وينا پر وړاندي د احتجاج په توگه برخه وا نه خيستله.