1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدي نژاد: له اټومي پروگرامه نه پرشا کيږو

۱۳۹۱ مهر ۱۲, چهارشنبه

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد، ويلي دي چې هیواد به ئې پر اقتصادي بندیزونو سربیره هم له خپل اټومي پروگرام څخه پر شا نه شي. د ایران د پیسو ارزښت ډیر را کښته شوی دئ.

https://p.dw.com/p/16JB4
انځور: ZDF

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد، د سه شنبې په ورځ د خپل هیواد د اقتصادي وضعیت په اړه په يوه خبري غونډه کي د خپل هیواد د پیسو د ارزښت په اړه خبري وکړې. ايراني پيسو د دوشنبې په ورځ د ډالرو پر وړاندي خپل۱۷ سلنه ارزښت له لاسه ورکړ.

احمدي نژاد وویل، چي د ایران د اوسني اقتصادي وضعیت عاملين د دې هیواد دښمنان دي. خو هغه ټینگار وکړ چې هیواد به ئې له دې ستونزو څخه راووزي:

«موږ هغه خلک نه یو چې له خپل اتومي پروگرام څخه پر شا شو. که څوک فکر کوي چې موږ به دغه پروگرام پریږدو، نو هغوی غلط فکر کوي او باید خپل اعمال سم کړي.»

احمدي نژاد وویل، چې د ایران دښمنانو د دې هیواد د نفتو د خرڅلاو کچه را کښته کړې ده، خو هغه ټینگار وکړ، چې ایران به د دې ستونزي حل پیدا کړي: «بندیزونو د هغو مارکېټونو شمیر کم کړی دئ، چې موږ خپل نفت پکښې پلورلای شو.»

د امریکا د خزانې ادارې د ایران پر وړاندي د بندیزونو څارنه کوي چي اوس تر بل هر وخت ډیر سخت شوي دي. دغه اداره په دې باور ده چې د ایران بهرنۍ عاید د میاشتي پنځه میلیارده ډالره راکم شوی دئ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویانده ویکتوریا نولند، وایي چې دا په نړیواله کچه پر یوه هیواد باندي تر ټولو سخت لگېدلي اقتصادي بندیزونه دي. هغې ويلي دي، ایران بايد له خپل اټومي پروگرام څخه لاس پر سر شي.

احمدي نژاد په ایران کې هم له ستونزو سره لاس او گریوان دئ. هغه نیویارک ته په خپل وروستي سفر کې ویلي ول، چې د دې امکان شته چې ایران د خپل اټومي پروگرام له کبله له متحده ایالاتو سره خبري اترې وکړی. خو اوس په تهران کې پر هغه باندي له همدې کبله نیوکې کیږي.

که څه هم ایران وایي چې اټومي پروگرام ئې یوازي سوله ییز هدفونه لري، خو د امریکا او اسرائیلو په گډون یو شمیر لویدیځ هیوادونه پر ایران باندي تور لگوي چې غواړي اتومي وسلې تر لاسه کړي.

د ایران د پېسو د ارزښت کمي، ډیری ایرانیان دې ته مجبور کړي دي، چې خپلي پېسې په نړیوالو اسعارو باندي بدلي کړي. د اقتصادي کارپوهان په خبره دغه کار به د ایران له پاره ډیرې ستونزي پيښي کړي.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس، رویترز)
کتونکی: نجیب الله زیارمل