احمدي نژاد بيا اسراييلو ته گواښنه وکړه
۱۳۸۶ خرداد ۱۴, دوشنبهاعلان
دغه څرگندونې ښاغلي احمدي نژاد د ايران د انقلاب د مشر ايت الله خميني د اتلسم تلين په مناسبت وکړې، خو د جزياتو له ورکړې څخه يې ډډه وکړه. د ايران حکومت همدارنگه پر آلمان باندې غږ کړی دی چې د يو نوي ډول اورگاډي د جوړولو پروژه دې د سياست موضوع ونه گرځوي. د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل په دغه پروژه کې د آلمان گډون رد کړی و ځکه چې احمدي نژاد د اسراييلو په وړاندې لفظي شخړه راولاړه کړې ده.