1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدي نژاد او کرزي د ګډو همکاريو په لته کي دي

۱۳۸۸ اسفند ۱۹, چهارشنبه

احمد نژاد په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو له شتون سره مخالفت وکړ او وويل: «مونږ فکر نه کوو چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو شته والي په دي هيواد کي د سولي د حل لاره وي.»

https://p.dw.com/p/MOWZ
د افغانستان او ايران جمهور رييسان په کابل په ګډ مطوعاتي کنفرانس کي
د افغانستان او ايران جمهور رييسان په کابل په ګډ مطوعاتي کنفرانس کيانځور: DW

د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژاد په امريکا متحده ايالاتو تور ولګاوه چي په افغانستان کي« Double game» يا دوه لوبه ايز سياست تعقيبوي. احمدي نژاد دغه خبره نن د افغانستان له جمهور رييس حامد کرزي سره په يوه ګډه مطبوعاتي کنفرانس ياده کړه.

احمدي نژاد په داسي يوه ورځ کابل کي له کرزي سره وليدل چي د امريکا متحده ايالاتو د فاع وزير، رابرت ګيست له پلازميني کابل څخه بهر د افغان ملي پوځ د روزني له يو مرکز څخه ليدنه کتنه کوله. له دي مخکي ګيتس دغسي يو تور په ايران باندي ولګاوه چي تهران له يو خوا د کرزي له حکومت سره د دوستي دعوا کوي، خو له بلي خوا نه غواړي چي نړيواله ټولنه په افغانستان کي برياليتوب ته ورسيږي.

احمد نژاد په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو له شتون سره مخالفت وکړ. په کابل له کرزي سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس احمدي نژادي وويل: «مونږ فکر نه کوو چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو شته والي په دي هيواد کي د سولي د حل لاره وي.»

کرزي له خپل هيواد څخه د ايران د ملاتړ هرکلي وکړ او وويل چي تهران د افغانستان په بيا ودانولو کي ونډه اخيستي ده.

د کنفرانس په پيل کې حامد کرزي په داسې حال کې چې د افغانستان سره د ايران د تېر و اتو کالو راهيسې اقتصادي او فرهنګي همکاري وستايله د مقاومت په کلونو کې افغانانو ته د پناه ورکولو په اړه د ايراني دولت او ملت نه مننه وکړه چې په ميلونو نو افغانانو ته يې پناه ورکړې او تر دې دمه يې يوه ستره کتله اوس هم هلته استوګن دي .

ده د ايران داو افغانستان تر منځ ديني،فرهنګي تاريخي او لساني مشترکاتو ته په اشارې سره وويل چې هيله ده د سولې د پروسې په کار کې هم ايران د يو نيک ګاونډي په توګه خپلو همکاريو ته همداسې دوام ورکړي.

افغانستان ته د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد د راتګ په اړوند افغان سياسي کارپوهان بيلابيل نظرونه لري خو په يو ټکي کې ورته نظرلري او هغه دا چې ايران په افغانستان کې خپلې موخې او ګټې لري

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد له افغاني چارواکو سره د خبرو اترو په موخه کابل ته راغي او له خپل سيال ولسمشر حامد کرزي سره يې د دواړو هيوادونو په اړوندو مسايلو خبرې وکړې . د دواړو هيوادونو ولسمشرانو د ايران او افغانستان د اړيکو په پياوړتيا ټينګار وکړ .

داچې د ايران دولت د اتمي پروګرام لانجه د نوموړي هيواد اړيکي يې له لويډيزې نړۍ سره خړې پړې او ټکنۍ کړيدي خو د افغانستان دولت له لويډيزې نړۍ سره ښې اړيکې پالي ولي د ايران دولت هڅه کوي له افغانستان سره د يو دوست هيواد په څير چلند وکړي په دې اړوند افغان کارپوهان بيلابيلې نظريې څرګندوي خو وايي چې : ايران په افغانستان کې خپلې موخې او ګټې لري او هيڅکله هم نه غواړي چې دغه ګټې له لاسه ورکړي .

د سياسي چارو کارپوه اجمل سهيل وايي چې : د ايران او افغانستان د اړيکو ټينګښت يو اړخيز ندي بلکې دا د دواړو هيوادونو غوښتنه ده .

افغان کارپوه ډاکتر عبدالقدير افغانستان ته د احمدي نژاد سفرته په کتنې سره وايي چې : د ايران دولت په افغانستان کې خپلې ګټې لري او د افغانستان په دولت کې ايراني پلوه کسان په دولتي لوړو کرسيو کې دندې ترسره کوي .

اجمل سهيل وايي چې : ايران په افغانستان او د سيمې په هيوادونو کې پانګه ونه کړيده او افغانستان د دغو ګټو د ساتلو په موخه د ايران لپاره د يو دهليز حيثيت لري په دې بنسټ ايران غواړي له افغانستان سره ښې اړيکې وساتي .

ډاکتر عبدالقدير وايي چې : د ايران دولت ويره لري ترڅو د افغانستان خاوره د امريکائيانو لخوا د ايران پر ضد ونه کارول شي په همدې موخه غواړي له افغانستان سره ښې او دوستانه اړيکې ولري .

اجمل سهيل وايي چې : د ايران دولت هڅه کوي تر څو د افغانستان له مذهبي اقليت څخه په ګټې اخيستنې سره د امريکائيانو موخې ګډې وډې کړي او په افغانستان کې شيعه ميشتې سيمې لکه د لبنان په سهيل بدل کړي.

حامد کرزي او احمدي نژاد په داسې حال کې د دواړو هيوادونو د دولتونو تر منځ د دوستۍ او ښو اړيکو ژمنې کوي چې د افغانستان ډير متحد او ستراتيژيک ملاتړ کوونکي د امريکې د متحده ايالتونو دولت دغو اړيکو ته په ښه نظر نه ګوري .

انور بري پال

کتونکي: عبدالباري حکيم