احمدزی: کرزی د ټولو چارو د افغاني کیدو هڅي کوي
۱۳۹۰ آبان ۷, شنبهنوموړي د شنبې په ورځ د افغانستان او ناټو د لېږد د ګډې غونډې پر مهال وویل چې د افغانستان اړیکو له نړیوالې ټولنې سره د څرنګوالي له اړخه ډېر بدلون موندلى او نړیواله ټولنه غواړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ټاکل سوي چې د امنیت د لیږد دوهم پړاو رسما د ترکیې په استامبول ښار کې د افغانستان په اړه په جوړیدونکې غونډه کې اعلام سي. خو د هغو اولسو سیمو او ښارونو نومونه اعلام سوي چې د امنیت د لیږد د دوهم پړاو برخه دي.
د سیمیزو ارګانونو د ادارې پر وینا د بلخ، دایکندی، نیمروز، پروان، سمنگان، سرپل، ،تخار او هرات له چشت شریف او شنډنډ ولسوالیو پرته به د یادو ټولو سیمو امنیت په دوهم پړاو کې افغان دولت ته وسپارل سي.
په بدخشان کې د شهر بزرگ، یفتل سفلی، فیض آباد، ارغنج، بهارک، تشکان، کشم او ارگو ولسوالی د امنیت د لیږد د دوهم پړاو برخه دي.
په ختيځ ننګرهار کې ویل شوي چې د بهسودو، کوز کنړ، کامې، سرخرود او جلال آباد ښار امنیت به افغان ځواکونو ته وسپارل سي په داسي حال کې چې په میدان وردګو کې به میدان ښار او د بهسودو ولسوالۍ په دوهم پړاو کې افغان دولت ته سپارل کیږي.
اشرف غني احمدزي وویل، د ولسمشر کرزي غوښتنه دا ده چې د ده د ولسمشرۍ د پړاو تر پاى ته رسېدو پورې ټولې چارې افغانان په لاس کې ولري. احمد زي زیاته کړه:
«د ناټو او د لېږد د بهير د کميسیون تر مشورې وروسته به هغه سیمې ولسمشر ته وړاندې شي، چې د لېږد بهیر دویم پړاو به په کې تر سره کېږي.»
د آیساف عمومي قوماندان، جنرال الن، وویل چې د لېږد بهیر په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې اړین رول لري. نوموړي زیاته کړه چې په هغه سیمو کې چې د لېږد بهیر تر سره شوی دی، پرمختګ تر سترګو کېږي او دا د نړیوالې ټولنې او افغانانو لپاره د خوښۍ ځای دی.
جنرال آلن په خپلو څرګندونو کې وویل چې تر ۲۰۱۴م کال پورې به د افغان ځواکونو به روزنه او سمبالولو کې هڅه وکړي.
د ناټو د ځانګړي استازي، سایمن ګاس، په خبره د لېږد بهیر د پرمختګ ښکارندویي کوي. نوموړي وویل چې په هغو سمیو کې چې د لېږد بهیر پلي شوی دی امنیتي وضعیت په کې د تېرو کلونو په پرتله ډېر ډاډمن دی.
«افغان امنیتي ځواکونو اوس د دې وړتیا پیدا کړې چې له خپل هېواد څخه په ډېره مېړانه دفاع وکړي. د لېږد بهیر په دې معنی دی، چې افغانان په خپلو پښو ودرېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخ کې هم د بلخ او باميانو واليانو ويلي وو چې د لېږد بهير په پلي کېدو سره په دغو ولايتونو کې امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوى دى.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش