1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احصائيې: تعليم د مهاجرو د ادغام مهم عنصر دی

آژانسونه/ ا.ا۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

احصائيې ښيي چي تعليم د کډوالو په ادغام او روزګار موندنه کي تر ټولو مهم عنصر دی. د سه شنبې په ورځ په برلين کي په دې تړاو د څېړنو او احصائيو پايلي معرفي سوې.

https://p.dw.com/p/1Ih9N
په بن کي د مهاجرو له پاره د ژبي کورس
انځور: DW/M. Hallam

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۳مه نېټه) په برلين کي د «مهاجرت او ادغام» تر عنوان لاندي راپور کي شمېرې وړاندي کړل سوې. د دغه راپور له پاره د احصائيو او ټولنيزو چارو کارپوهانو او څېړونکو د ژوند له بېلابېلو برخو څخه شمېرې او معلومات راغونډ کړي دي.

دغه راپور د احصائيو له پاره د آلمان فدرالي ادارې، د سياسي پوهي له پاره د آلمان فدرالي مرکزي ادارې، د ټولنيزو څېړنو له پاره د برلين علمي مرکز او د ټولنيزو او اقتصادي څېړنو له پاره په برلين کي د آلمان اقتصادي انستيتوت په گډه خپور کړی دی.

د دغه راپور د اعدادو او شمېرو له مخي په آلمان کي اوسېدونکي هغه انسانان چي د مهاجرت شاليد لري، اوسط عمرونه يې تر ۳۵ کالو کم دي. دا په داسي حال کي چي د مهاجرت شاليد نه لرونکو انسانانو اوسط عمرونه ۴۶،۸ کالونه دي. په دې توګه سره نو د کډوالو اکثريت ځوانان دي. د دې ترڅنګ د هغو مهاجرو شمېر او فيصدي ډېره کمه ده چي د تقاعد عمرونه لري.

کم تعليم زياته بېروزګاري

د راپور له مخي په پرتليزه توګه د مهاجرت په شاليد لرونکو انسانانو کي د تعليم کچه کمه، د بې روزګارۍ کچه جګه او د معاش اندازه يې کمه ده. د دې تر څنګ په راپور کي راغلي دي چي د مهاجرت په شاليد لرونکو انسانانو کي د بې وزلي کېدو ګواښ د نورو په پرتله زیات وي.

خو د راپور له مخي په خپله په مهاجرو کي د بيلو ډلو تر منځ توپيرونه سته. په دې ترڅ کي تعليم يو ډېر مهم عنصر بلل سوی دی. د دغه راپور له مخي هغه مهاجر نارینه او ښځي چي تعليم يې کړی وي، هغوی د کار په بازار کي د نورو په پرتله ژر کار پيدا کولای سي او تر نورو ښه معاشونه لري.

په راپور کي راغلي د چي د ۱۵ او ۶۴ کالو تر منځ عمر لرونکو مهاجرو کي په ۲۰۱۴م کال ۶۵ سلنه يې د روزګار او کار خاوندان ول. دا په داسي حال کي چي په غير مهاجرو کي ۷۶ سلنه انسانان کار او روزګار لري. زياته سوې چي په کډوالو کي د ثبت سوو بېروزګارو کچه ۷ سلنه ده. دا په داسي حال کي چي په غېر کډوالو کي دغه کچه ۴ سلنه ده.

زيات تعليم لوړ معاش

د راپور له مخي د کډوالو تر منځ د زيات تعليم لرونکو اقتصادي وضعه تر کم تعليم لرونکو بهتره ده. زياته سوې ده چي په ۲۰۱۴م کال متوسط تعليم لرونکو پناه غوښتونکو تر کم تعليم لرونکو ۲۷۲ يورو زيات مياشتنی معاش درلود. دا په داسي حال کي چي متوسط تعليم لرونکو بیا تر لوړ تعلیم لرونکو ۶۸۶ يورو کم معاش درلود. په همدغه موده کي د آلمانو تر منځ د تعليم پر اساس د معاش توپير ۳۱۱يورو او ۹۶۳ يورو ؤ.

په راپور کي راغلي چي د آلمانانو په پرتله د کډوالۍ شاليد لرونکو انسانانو کي د خپل راتلونکي په تړاو خوشبيني زياته ده. زياته سوې چي د کډوالۍ شاليد لرونکي انسانان د آلمانانو په پرتله په مجموع کي د خپل ژوند څخه زيات راضي وي.