1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احسان- لنډه کيسه

۱۳۹۱ مرداد ۲۹, یکشنبه

احسان چې لږ پر سد شو او سترګې ئې وغړولې نو په یوه بله تنګه او تورتم کوټه کې پروت وو. له سرنه تر پښو ئې ټول ځان خوږېده او پر وجود باندې ئې د تیري شپې د وهلو زخمونه تازه ول.

https://p.dw.com/p/15qwm
انځور: Fotolia/Mike Haufe

مخامخ په دروازه کې یو کوچنی سوری وو. په هغه کې ئې وکتل. یوازې ېو پهره دار ئې تر نظر تیر راتیر شو. داسي ښکاریدله چي پهره دار د کوټې مخ ته قدم واهه. تیره شپه وریاده شوه چې د شپې په ناوخته کې وسله والو کسانو موټرته پورته کړ. اوس ئې هم د ماشومانو چیغو سورو په مغزو کې انګازې کولې. هغه حالت ئې سترګو ته شو چې دی ئې په زوره له کوره ویست. ماشومان ئې لکه د جوارو د پولیو غوندي تړقیدل. نه پوهیده چې په څه ګنا ئې نیولی دئ. اریان وو، چي ده خو پرته له خیر رسولو نه چاته زیان نه و رسولی او نه د حکومت خلاف په کومه سیاسي ډله کې شامل وو. یوازي په خپل طبابت کې مشغول وو او په طبابت کې ئې هم تر خپله وسه د خلکو خدمت کاوه. هغه پخپله رسمي وظیفه کې هم څه داسي کار نه و کړی چې دومره شکنجې دي ورکړي او د دې ډول نیولو او وهلو سزا واردي وي.

پرون شپه ئې چې دی راوست هغه بل ځای وو. بله کوټه وه. تر دې ښه وه. هلته ئې ترینه یوازې د نوم پوښتنه وکړه او کله چې ئې په ليست کې د ده نوم پیدا کړ نو دلغتو او سوکانو پرې باران شو. شاید له وهلو وروسته به ئې تحقیق پیل کاوه. خو ډاکټر د وهلو تاب رانه وړ او بې هوشۍ ته لاړ. خو نن چې په سد شو او سترګې ئې وغړولې نو دا تنګه او تیاره کوټه او د دروازې مخ ته د بهردار لیدل ورته د پلچرخي زندان ښکاره شو.

ده د مخه د پلچرخي زندان نه و لیدلی خو د زندان په باب ئې ډیري کیسې اورېدلي وې. د ډاکټر سره ویره پیدا شوه او دا ئې ومنله چې خامخا ئې په کوم سخت جرم کې راوستی دئ. د هغه په ذهن کې تیره شوه چې د پلچرخي له زندان نه وتل ډیر سخت کار دئ. دلته خو راتګ یا اعدام وي او یا تر شکنجو لاندي مرګ. ډاکټر لا په دې سوچونو کي وو، چي پهره دار غږ وکړ: راځه چې غواړي دي.

افغان لیکوال بریالی باجوړی
افغان لیکوال بریالی باجوړیانځور: DW

ډاکټر په ډیر زحمت پاڅید. د وهلو له لاسه سم پر لاره تلای نه شو. پهره دار پر شا يو خړس ورکړ او د ده قدمونه کاږه واږه شول. نزدې وو چې ولوېږي خو ځان ئې ټینګ کړ. پهره دار ته ئې سترګې ورواړولې خو څه ئې نشوای ویلای. پهره دار په قهر وویل: چابک شه!

اوږد دهلیز وو. په دې کې مخامخ لاړل. بیاکیڼ اړخ ته وګرځیدل او یوې کوټې ته ئې دننه کړ. هلته د تحقیق ټیم ناست و. ټول قوي هیکله او ویرونکې څیرې وې. ډاکټر تر سترګو لاندې هر یو ته وکتل. په دوي کې یو تن ځلمی هلک هم ناست وو، چې له دوی نه مختلف وو. نه په غټوالي او نه په څیره کې دوی ته ورته وو. مخامخ یو تن چې ډیر لوړ او چاغ وو د ټولو مشر ښکاریده. هغه په ډیرډډ اواز ډاکټر ته وویل: - غلامه! ښه به دا وي چې په خپله اقرار وکړې. په ليست کې دي نوم شته. ته موږ ته خپل ملګري او وسله وښیه او هم ووایه چې څه مو غوښتل. بس همدومره. موږ به تا ډیرژر آزاد کړو.

ډاکټر غلام هیڅ نه پوهیده چې دوی څه وایي او څوک یاد وي. هغه د سیاسي ډلو ټپلو سره هیڅ کار نه درلود او نه ئې کله سیاست کړی وو.

ډاکټر په ډیره عاجزۍ وویل: زه په هیڅ خبر نه یم او نه له دې خبرو سره کارلرم. کیدای شي د کوم بل غلام پرځای مو زه راوستی یم.

او له دې خبري سره درزشو. هماغه ځلمي هلک په خوله کې په سوک وواهه. ده لا ځان نه وسم کړی چې یو بل په لغته وواهه او له چوکۍ نه کښته پر مځکه ولوېد. هر یوه لاسونه را اوږده کړل نیژدې و چې د تیري شپې ټوقه بیا تکرار شي چی دغه ځلمي غږ کړ: «بس دئ. ما ته ئې پریږدئ!»

ومې ویل چې بس دي. دا هم د تحقیق طریقه ده. تاسي لاړشئ! ما ته ئې پریږدئ. د ځوان هلک له خبري سره نور ووتل او یوازي دوی دوه په دوه پاته شول. داسي ښکاریده چې همدی د ټولو مشر وي. د ډاکټر په زړه کې یو څه امید پیدا شو او په زړه کې ئې تیره شوه چې ګوندي دی ئې په خبره پوه شي. یا ئې خبري ته غوږ کښېږدي.

ځوان هلک ډاکټر ته را نزدې شو او ورته وئې ویل: «زه تا پیژنم. ستا احسان نه شم هیرولای. زه مجبور وم چې د دې خلکو په مخکي پر تا وار وکړم. زه خامخا ستاسره مرسته کوم.»

دا ئې وویل او بیا ئې له جیب څخه یو ټیپ شوی لیک راویست. ده ته ئې ورکړ او وئې ویل: «خپلي کوټې ته به ولاړ شې. دا به ولولې او بیا به ئې امضا کړې. هرڅنګه چې کیږي زه دي له دې ځايه باسم.»

ډاکټر غلام له پهره دار سره خپلي کوټې ته روان شو په زړه کې ئې امید نور هم پسي پیاوړی شو. کوټې ته له ننوتو سره سم ئې د کاغذ په لوستلو پیل وکړ. په دغه لیک کې د شپږو چاودونو، پنځه اویا تلفاتو، د هوایې میدان د الوزولو او د یوې کودتا د کولو په ډله کې د شمول اقرار شوی وو. ډاکټر په تعجب کې شو چې دا ځوان څرنګه ما پیژني چې په دومره جرمونو کې مي ککړوي. خو نه هرومرو څه چل دئ او په زوره مې مجرموي. په خپل لاس مي اعدام او یا عمري شکنجې ته برابروي.

له ځوان هلک نه ئې هم امید قطع شو او په دې وپوهید، چې دا ټوله پیژندګلوي یو استخباراتي چال دئ. ډاکټر یو ځل بیا د ناامیدۍ سیلاب په مخه کړ. خپل ماشومان ئې وریاد شول چې په ده پسې به چیرې سرګردانه او لالهانده ګرځي او چې د ده پته لګوي نو دی به ژوندی وي او که مړ؟

د ډاکټر په سترګو کې اوښکې وغړېدې. بیا ئې د کوټې دیوالونو ته وکتل. په مختلفو نومونو او مختلفو نیټو ئې سترګې ولګیدې. دا د هغو کسانو یادګارونه وو چې دې کوټې ته په مختلفو وختونو کې راغلی ول. ډاکټر د دغو کسانو په باب سوچ کاوه چې ټول به مړه وي او کنه یو نیم کس به ځني ژوندی هم راوتلی وي. ډاکټر غوښتل چې دی هم خپل یادګار ولیکي خو په جیبونو کې ئې ورته هیڅ نه ول پرې ایښي. په دغه یوازیتوب کې ئې د قلم او کاغذ ارمان وکړ خو څه ورسره نه ول.

ډاکټر په دې فکرونو کې وو چې ناڅاپه د څنګ له کوټې نه چیغي راپورته شوې. چیغې دومره په زوره وې چې ټول دهلیز ئې پر سر واخیست. داسي ښکارېده چې څوک وهل کیږی او هغه چیغې وهي. تقریبا نیم ساعت وروسته چیغي غلي شوې او یوازې زګیروي اوریدل کیدل. ډاکټر سوچ کاوه چې دا به څوک وي او څومره به ئې وهلی وي چې په دې کې دروازه خلاصه شوه او هغه ځوان هلک له دوو تنو سره راننوت. له راننوتو سره هغه ځوان هلک وویل: «امضا دې کړ.»

اوچې ډاکټر د نه ځواب ورکړ نو له هري خوا نه پرې وهل پیل شول. ځوان هلک بیا غږ کړ: «بس دي.»

دوو نورو کسانو لاسونه ونیول. د ډاکټر ساه بنده بنده کیده. یو خوا بل خوا ئې اریان اریان کتل چې بیا به پرې له کومې خوا نه وارکیږي. هغه دوه کسان د ځوان هلک په اشاره له کوټې نه ووتل او یوازي دی پاته شو. کله چې دغه نور دوه کسان ووتل نو هغه وویل: «بله چاره نه لري. یوازې ستا اقرار تا خلاصولا شي.»

او چې ډاکټر ځواب ورنه کړ نو بیا ئې پر مخ په لغته وواهه. ډاکټر د لغتي له زور نه په دیوال ولګید. په ډاکټر سترګې توري شوې له پزي نه ئې سرې وینې رارواني شوې. په سترګو ئې څه نه لیدل. دیواله ته ئې ډډه ووهله. ځوان هلک پهره دار ته غږ وکړ. پهره داره اوبه راوړې. د ډاکټر پر سر ئې اوبه واچولې. ډاکټر پزه او خوله له ویني نه پاکه کړه. سر ئې پورته ونیو چي وینه یې ودریږي. د ډاکټر چی لږه سا په ځای شوه نو ځوان هلک وویل:

«دا سمه ده چې زه تا پیژنم خو تر هر څه د مخه خپله وظیفه پیژنم. ته باید اقرار وکړې مامه مجبوروه چې ستا بې حرمتي وکړم. ستا پر ما باندې ډیر احسان دئ. زه به ستا سره مرسته وکړم. زه په رښتیا تا پیژنم خو ته ما نه پیژنې.»

ډاکټر دا ځل جرات وکړ او وې ویل: «زه رښتیا هم تا نه پیژنم او څرنګه ما پیژنې؟»

ځوان هلک دا ځل مسکی شو او وې ويل: «زما نوم هم غلام دئ. د امیرمحمد زوی یم. موږ هم د هرات اوسیدونکي یو. پلار مي ستا دوست وو. همیشه به ئې ستا کیسې کولې.»

ډاکټر لږ څه په فکر کې ولاړ، لکه څه يو شی چې رایادوي. هغه لا سوچ کولو چې په دې کې ځوان هلک وویل: «خوجه امیر محمد درته یادوم.»

ځوان هلک دا وویل او ووت.

د خوجه امیرمحمد په اوریدلو سره د ډاکټر مغزو یو ګړنګ وکړ. ښه شیبه هک پک و. بیا خپل تیر ژوند ور په یاد شو هغه وخت چې دی د هرات په روغتون کې ډاکټر و. امیرمحمد له ښار نه ليري په یو کلي کې اوسیده. ده به ئې همیشه د ناروغانو علاج کاوه. امیر محمد به چې کله هسې هم ښار ته راغی نو هرومرو به ئې د ډاکټر سلام کاوه. په ښادۍ او خوښۍ کې به ئې ډاکټر حتماً کلي ته مېلمه کاوه او بیا به ئې له سوغاتونو سره په ډیر عزت ښار ته بدرګه کاوه. د هغو خوږو ورځو شپو یو لنډکی تصویر د ده د سترګو تر مخ تیر شو او بیا ئې هغه ورځ یاد ته راغله چې یو مازیګر امیر محمد سانیولی د ده کورته راغی او وې ویل: «ډاکټر صاحب! ښځه مي مري.»

ډاکټر پوښتنه وکړه: «چیرته ده؟ په روغتون کې ده؟»

امیر محمد په سانیولي اواز وویل: «نه د راوړلونه ده. دردونه ئې دومره زیات دي چې سا سمه نه شي ايستلای. د کلي دایګاني مې هم راوستلې خو څه ونه شو. هغوی ویل که ډاکټر رانه ولې نو ماشوم خو څه کوې چې د مور نه به ئې هم لاس پر سر شې. په خدای به شي او په تابه شي.»

ډاکټر چې د امیر محمد دا حال ولید پرته له دې چې څه ووایي خپل بکس ئې راواخیست. د امیرمحمد سره په ګاډۍ کې کښېناست او مخ پر کلي روان شو. ماښام تیاره وه چې کلي ته ورسید. د ناروغ حالت ډیر خراب وو.

ډاکټر ژر ژر په علاج لاس پوري کړ. لازمې پیچکارۍ ئې ورته وکړ او ضروري دواګاني ئې ورکړې. ماشوم په ډیره سختۍ پیدا شو خو په ماشوم کې سا نه وه. ډاکټر د ماشوم په خوزولو پیل وکړ. پر شا یې وټپاوه. یو خوا او بل خوا ئې څنډ واهه. له پښو یې زوړند ونیو. بیا یې وخوزاوه خو په ماشوم کي سانه وه. ډاکټر یو ځل بیا پر شا په زوره وټپاوه او چې کله ماشوم چیغې کړې نو د ډاکټر پر شونډو موسکا خوره شوه. د امیرمحمد په کور کې پر یو بل باندي د خوښۍ زیري وشول. ډاکټر هغه شپه ورسره تر سهاره سبا کړه او سبا چې ماشوم او مور ئې دواړه له خطره وتلي وو نو ډاکټر د ښار په طرف روان شو.

څو ورځې وروسته امیر محمد ډاکټر ته ډیر سوغاتونه راوړل. ډیر خوشحاله و. ډاکټر ته ئې ډیري دوعاګانې وکړې اووې ویل: «ډاکټر صاحب! که ته نه وای نو نه به زما زوی وای او نه ښځه! دا ټول ستا برکت و ځکه خو مې پر خپل زوی باندي ستا نوم کښېئود چې خدای ترینه ستا غوندي سړی جوړ کړي او خلکو ته ئې خیر ورسي.»

ډاکټر چې د امیرمحمد سره د پخوانیو اړیکو سلسله تر دې ځایه راورسوله نو یو ځل بیا شر شو چې له پزي نه ئې وینه راماته شوه. ډاکټر دواړه لاسونه مخ ته ونیول. د مخ وینه ئې په لاسونو پاکه کړه. سریې جګ ونیو. لاسونو ته ئې وکتل په وینو تک سره وو داسي تک سره لکه څرنګه چي د غلام د پیداکیدو په وخت کې په وینو سره ول.

بریالی باجوړي
کتونکی: نجیب الله زیارمل