1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتومي سرمشريزه: له ترهګرو څخه اندېښنه

۱۳۹۵ فروردین ۱۴, شنبه

د متحدو آيالاتو ولسمشر اوباما اتومي خونديتوب خپل شعار ګرځولی او اتومي سرمشريزې ته يې بلنه ورکړې ده. د بروکسل له بريدونو وروسته څرګنده ده چې وضع جدي ده، خو عملي ګامونه لا نه دي پورته شوي.

https://p.dw.com/p/1IOMi
انځور: Getty Images/Pool/A. Wong

دا چې د متحدو آيالاتو ولسمشر بارک اوباما او له لندن څخه ورغلي د ده مېلمه، يعنې بريتانوي لوموړی وزير ډيويډ کامرون (په انځور کې ښۍ خوا، په منځ کې د اوباما امنيتي سلاکاره سوزن رايس ليدل کيږي) ډېر جدي ګوري، د موضوع په ترينګلتيا پورې هم اړه لري.

په واشنګټن کې د نړيوالې اتومي سرمشريزې په پای کې برخوالو هېوادونو په ټينګار سره خبرداری ورکړی دی چې اتومي مواد کېدای شي د افراطيانو لاسونو ته ورولويږي. د څه نا څه ۵۰ هېوادونو په ګډه بيانيه کې راغلي دي چې دغه ګواښ «په پر له پسې توګه» شتون لري.

د متحدو آيالاتو ولسمشر وويل چې د «اسلامي دولت» نومې جهادي مليشې «لېونيان» د اتومي موادو په مټ له بريد څخه هم هيڅ دريغ نه کوي. د سرمشريزې د کوربه اوباما په خبره تر اوسه هيڅ کومه ترهګره ډله په دې نه ده بريالۍ شوې چې داسې په اتومي موادو ککړ بم لاس ته وروړي.«لږ پلوتونيم هم په سوونو زره خلک وژني يا يې ژوبلوي»

خو د نړۍ په سوونو پوځي او ملکي تاسيساتو کې تقريبا ۲۰۰۰ ټنه اتومي مواد شتون لري چې ټول دغه مواد «سم خوندي کړل شوي» هم نه دي. د متحدو آيالاتو ولسمشر خبرداری ورکړ چې لږ پلوتونيم هم چې کله د غلطو خلکو لاسو ته ورولويږي کولای شي چې په سوونو زره انسانان ووژني يا يې ژوبل کړي. له دې کبله يې ټينګار دا وو چې د اتومي موادو خونديتوب دې لوړ او د ملکي موخو له پاره د يورانيمو او پلوتونيم استعمال محدود کړای شي.

اتومي خونديتوب بايد «پر له پسې لومړيتوب» ولري. دغه خبره په ګډه بيانيه کې هم راغلې ده، چې ورسره مل پنځه عملي پلانونه يا طرز العملونه هم وضع شول. د دغو پلانونو له مخې دې د برخوالو هېوادونو او نړيوالو موسسو، لکه د اتومي انرژۍ له نړيوالې ادارې او د نړيوالو پوليسو له ادارې «اينترپول» سره همغږي بهتره کړای شي.

په بروکسل کې د مارچ د ۲۲مې د بريدونو وروسته، بلجيمي رسنيو راپور ورکړی وو چې د داعش ترهګرو هڅه کړې وه چې په اتومي موادو ککړ بم جوړ کړي. په دغه لړ کې د اتومي چارو يو بلجيمی کارپوه د ويډيويي کمرې په مټ څارل شوی وو. د امنيتي وجوهاتو له مخې د بروکسل پر هوايي ډګر او مترو باندې تر شوو بريدونو وروسته، سمدلاسه اتومي بټۍ هم خالي کړای او وتړلې شوې.

روسيې ګډون ونه کړ

په واشنګټن کې تر سره شوې دوه ورځنۍ سرمشريزه څلورمه دا ډول غونډه وه. اوباما په ۲۰۱۰ کال کې لومړنۍ اتومي سرمشريزه راغوښتې وه، نورې دا راز غونډې په سول او دېن هاګ کې هم وشوې.

په واشنګټن کې اوس تقريبا ۵۰ دولتي او حکومتي مشرانو ګډون وکړ، چې د هغوی په منځ کې د چين ولسمشر، شي جينپينګ، د فرانسې ولسمشر، فرانسوا اولاند، او د هغه ترکي سيال، رجب طيب اروغان هم شتون درلود.

سربېره پر دې د لويې بريتانيې، جاپان او هند حکومتي مشران هم ورغلي ول. روسيې البته له سرمشريزې سره بايکاټ، يعنې شلون يا پرېکون اعلان کړی وو. اوباما د سرمشريزې په وروستۍ رسنيزې ناستې يا مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې غواړي له مسکو سره د اتومي وسلو د زېرمو په راکمولو باندې خبرې وکړي. خو د دې کار له پاره کېدای شي ورته کافي وخت پاته نه شي. اوباما يوازې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ تر مياشتې پورې د امريکا د متحدو آيالاتو ولسمشر دی.

Washington Nuklear-Gipfel Plenarsitzung Barack Obama Rede
انځور: Reuters/K. Lamarque