1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتومي آزموينه د لوبي خطرناکه برخه

مسعود جهش (بيرنينگ)۱۳۹۱ بهمن ۲۵, چهارشنبه

شمالي کوریا خپله دریمه اتومي آزموینه هم ترسره کړه. له دې سره په نړیواله کچه غوسه راوپاریده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه اقدام په کلکه غندلی دی او له کبله یې یوه بیړنۍ غونډه راغوښتې ده.

https://p.dw.com/p/17dgo
انځور: Ed Jones/AFP/Getty Images

د سه شنبې په ورځ د شمالي کوریا له خوا اتومي آزموینې دغه هیواد ته نزدې او لیرې پراته هیوادونه یو څه حیران کړل. تر آزموینې وروسته چې د ریشتر په مقیاس ۵.۱ درجه زلزله یې رامنځ ته کړه، له توکیو څخه تر واشنګټنه او لندن څخه تر سیول پورې ټولو هیوادونو په وار وار د شمالي کوریا رژیم وغانده.

د نړیوالې ټولنې غندنو او بندیزونو پر شمالي کوریا باندې کوم تأثیر نه دی کړی. پر دې هیواد باندې خو ان د چین نیوکو هم کومه اغیزه نه ده کړې. چین د شمالي کوریا له نزدې ملګرو هیوادونو څخه بلل کیږي خو آن دغه هیواد د پینګ یانګ وروستۍ اتومي آزموینه په کلکو ټکو وغندله.

اوس اصلي پوښتنې دا دي چې شمالي کوریا له نړیوالې تولنې څخه څه غواړي او دا چې د دغه هیواد په تر کنترول کې راوستلو له پاره باید کوم اقدامات وشي.

د اتومي موقف قوي کول

د توکیو د دفاعي څېړنو په ملي انستیتوت کې کارپوه پروفیسور هیرویسو اکوتسو، وایي: «شمالي کوریا غواړي چې په اتومي وسلې د یوه سمبال هیواد په توګه خپل موقف قوي کړي.» ښاغلي اکوتسو په تیرو کلونو کې د شمالي کوریا له خوا تر سره شویو نورو اتومي آزموینو ته په اشاره کولو سره وویل چې دغه هیواد غواړي په دې ترتیب سره په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې خپل پیل کړی کار پای ته ورسوي. د شمالي کوریا رژیم تر دې مخکې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې اتومي آزموینې کړې وې.

هغه دغو آزموینو ته اشاره وکړه او و یې ویل: «په هغو دواړو مواردو کې هغوی [د شمالي کوریا رژیم] لومړی توغندی وآزمايه چې د نړیوالې ټولنې له خوا ورباندي سختې نیوکې وشوې. د توغندیو تر آزمونیي بیا څه نا څه یوه میاشت وروسته هغوی اتومي آزموینې وکړې.»

دغه کارپوه زیاتوي چې د شمالي کوریا وروستۍ اتومي آزموینه هم د یوه توغندی تر آرموینې څه نا څه دوې میاشتې وروسته تر سره کیږي. ښاغلی اکوتسو ټینګار کوي چې کیم یونګ اون د خپل ملت له پاره د «درناوي» غوښتونکی دی:

«شمالي کوریا د خپل ځان له پاره یو هدف ټاکلی دی چې په یو قوي او بریالي هیواد باندې بدل شي. دا مهمه خبر ده چې د کیم د خپل نوي کال په بیانیه کې وویل چې هیواد یې په یوه قوي اقتصادي ځواک باندې د بدلیدو په حال کې دی.»

د شمالي کوریا د رهبرۍ په اند تر هغه وروسته چې د دې هیواد بنسټونو د یوه قوي پوځ له رامنځ ته کیدو سره جوړ شي، د یوه نسبې ښه اقتصاد رامنځ ته کیدل یوه پیاوړي هیواد د جوړولو وروستی پړاو دی.

دا چې اوس کیم وایي هغه خپل پام د هیواد اقتصاد ته اړولی دی، په دې معنی ده چې هغه په دې باور دی چې پوځ یې د هیواد دښمنانو ته ګواښ رامنځته کولای شي.

که داسې وي چې شمالي کوریا غواړي له خپلو «دښمنانو» څخه د دې په خاطر امتیازات تر لاسه کړي چې دغه هیواد اوس اتومي وسلې او داسې توغندي لري چې هغه لېږدولای شي، نو ښایي په راتلونکو میاشتو کې د خبرو اترو وړاندیزونه وشي.

د خپلو ټولو امکاناتو کارول

په ایراسیا ګروپ کې کارپوه یون اوکومورا، وایي: «تر دې مخکې شمالي کوریا تل تر دغه شان اعمالو وروسته د خبرو اترو وړاندیز کړی دی، خو زه فکر نه کوم چې هغوی په رښتیا سره هم خبرې اترې کول غواړي.»

دغه کارپوه زیاتوي چې شمالي کوریا په دې اند دی چې د اتومي وسلو د سیستم په جوړولو سره به د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا د «استعماري» فعالیتونو مخه ونیسي. ښاغلی اوکومورا ټینګار کوي چې جنوبي کوریا او امریکا کیدای شي چې له پینګ یانګ سره خبرې وکړي خو د هغه په اند د اتومي وسلو موضوع د مذاکرې وړ نه ده.

اوکومورا وایي چې پر شمالي کوریا باندې اوسني نړیوال بندیزونه پر دې هیواد باندې ډیره اغیزه نه شي اچولای. ځکه د دغه کارپوه په اند اوس هم چین له پیانګیانګ څخه ملاتړ کوي. اوکومورا وایي چې چین به د شمالي کوریا په غندنه کې د خپلو نړیوالو ملګرو تر څنګ ودریږي، خو دغه هیواد به داسې کوم اقدام هم و نه کړي چې له کبله یې د پینګ یانګ خواشینی شي.

کله چې شمالي کوریا په ۲۰۰۹ کال کې اتومي آزمونیه وکړه چین د ملګرو ملتونو تر څنګ دغه کار په کلکه وغانده خو یوازې څو میاشتې وروسته یې له دغه هیواد سره د تخنیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ. کارپوهان وایي چې پینگ یانګ د چین له خوا د یوه ورته اقدام تمه لري.

دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان وایي د شمالي کوریا پخوانی چل به دا ځل کومه پایله ونه لري. دې هیواد تر دې مخکې ژمنه کوله چې خپل اتومي پروګرام به ودروي او له همدې لارې یې مرستې ترلاسه کولې خو یو څه موده وروسته به یې بیرته خپل پروګرام په لاره اچاوه او نړیواله ټولنه به یې یو ځل بیا په غوسه کوله.