1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتلس سلنه افغان ماشومان سو تغذي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۶, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/164DY

د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوه په لاره اچول شوې سروې ښیي چې د افغانستان په جنوب کې د ماشومانو دریمه برخه سؤتغذي لري.

د دې سوریې په حواله کې څه هم په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې ډیرې پېسې مصرف شوي دي خو د افغانستان په دې سیمه کې د سؤتغذي په پېښو کې د پام وړ کموالی نه دﺉ راغلی.

په دې سروې کې راغلي دي چې په افغانستان کې ۱۸ سلنه ماشومان چې شمیره ئې له یوه میلیون څخه هم لوړیږي، له سؤتغذي سره لاس او گریوان دي. خو د دې هیواد په جنوب کې چې پکښې د جگړو له کبله فقر ډیر دئ، د سوتغذي لرونکو ماشومانو سلنه ۲۹.۵ ده.

د دې سروې ارقام د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر او ۲۰۱۱ کال د مې د میاشتو تر منځ راټول شوي دي.