1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش په عامه ځایونو کې پر نقاب اغوستلو بندیز لګوي

۱۳۹۵ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

د اتریش صدراعظم د پالیسۍ یو نوي پروګرام اعلان کړی دی چې د ښي اړخو له خوا فشارونه کم کړي. هغه ویلي دي چې پر نقاب باندي بندیز د دې له پاره دی چې د اتریش مسلمانان داسې احساس وکړي چې هغوی د دې ټولني غړي دي.

https://p.dw.com/p/2Whn1
Frauen im Niqab Deutschland Leipzig
انځور: picture-alliance/dpa/P. Endig

د اتریش صدراعظم کریستین کیرن، د دوشنبې په ورځ د نقاب اغوستلو پر سر د بندیز لګولو د پالیسي یو پروګرام اعلان کړی دی چې د ښي اړخو فشار کم کړي.

تر هغه وروسته چې د کابینې غړو د پالیسي دغه پروګرام تصویب کړ، کیرن وویل: «په عامه ځایونو کې به د ټول مخ پټولو [نقاب] پر اغوستلو باندې بندیز ولګول شي.»

هغه ټینګار وکړي چې نه غواړي د اتریش ۶۰۰۰۰۰ مسلمانانو ته دا احساس ورکړي چې هغوی د دې هیواد د ټولني غړي نه دي. په دغه ۳۵ مخیز پروګرام کې راغلي دي چې د اتریش حکومتي ایتلاف په دې باور دی چې «پرانیستي ټولني، پر پرانیستو اړیکو ولاړ دي چې په عامه ځایونو کې د مخ پټول یې پر وړاندې دریږي».

د اتریش په حکومتي ایتلاف کې د صدر اعظم ښي اړخه مرستیال راینهولد میترلهنر، وویل چې حکومت پریکړه کړې چې په «لا ګړندۍ او شفافه توګه» کار وکړي.

هغه وویل: «دا اوس په موږ پورې اړه لري چې هغه څه وکړو چې په حکومت کې شامل اړخونه یې کوي، او دا پروګرام پلی کړو.»

دا پروګرام په داسې حال کې اعلانیږي چې په اتریش کې د په اصطیلاح اروپا د اسلامي کیدو ضد د آزادي ګوند، په وروستیو وختونو کې ډیر پلویان موندلي دي او نژدې وو چې په تیر دسمبر میاشت کې د دغه هیواد د ولسمشرۍ انتخابات وګټي.

نور مطالب: