1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش ته د مهاجرو په اړه د UNHCR خبرداری

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ شهریور ۱۸, پنجشنبه

اتریش غواړي د پناه غوښتونکو له پاره شراېط لا زیات سخت کړي. د یوه نوي فرمان له مخې به اتریش وکولی شي مهاجر له خپلي سرحدي پولي څخه بیرته ستانه کړي. خو د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې پر دې کار نیوکه کړې.

https://p.dw.com/p/1JxEn
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو.ان.اِچ.سي.آر) د اتریش حکومت ته د مهاجرو پر مخ د خپلو سرحدي پولو تړلو او د مهاجرو د حفاظت یا ملاتړ په هکله د دغه هیواد د لسیزو پخواني کلتور ماتولو په هکله خبرداری ورکړی.

له ویانا څخه ترلاسه شوو رپوټونو په حواله په اتریش کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې UNHCR مشر کریستوف پنتر، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۸مه نېټه) ویلي دي: له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې اتریش ډیرو مهاجرو ته پناه ورکړې او د هغو د پناهندګئ غوښتنلیکونو ته یې رسیدګي تضمین کړې ده. خو د کډوالو په هکله د اتریش د حکومت اوسني پروګرامونه یو په اصطلاح «تابو» يا د داسي موضوع چي ورباندي خبري نه کيږي او مهاجرو ته د پنا ورکونې له بهیر څخه تیښته تشکیلوي.

د پناهندګۍ ټاکل شوی حد اکثر

د اتریش حکومت د سه شنبې په ورځ د هغه فرمان مسوده تائیده کړې ده، چې له مخې یې اتریش کولی شي په خپل سرحد کي مهاجر بیرته ستانه کړي. د اتریش د سوسیال دیموکرات ګوند څخه صدراعظم کریستیان کِرن، ویلي دي که د روان کال له پاره د مهاجرو د پناهندګۍ ټاکل شوی حد اکثر شمیر ۳۷۵۰۰ ته رسیدلی وي بیا نو دغه طرحه عملي کیږي.

ټاکل شوې ده چې دغه فرمان په څو اونیو کې نافذ شي. تر ټولو دمخه دغه فرمان کیدای شي د اروپایې اتحادیې له خوا له قانوني اعتراض سره مخامخ شي. همدارنګه تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه اقدام به د عمل په ډګر کې څنګه پیاده کیږي.

تیر کال په اتریش کې د مهاجرو د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو شمیر ۹۰ زرو او په دې توګه ریکارډ تر اندازي رسیدلی وو. په ۲۰۱۵ کال کې په سلګونه زره مهاجر له منځني ختیځ څخه اروپا ته راغلي ول. ډیری دغه مهاجر د هنګري یا د بالکان هیوادونو پر مسیر اتریش ته راغلي او یا یې هم له دغه هیواد څخه د ترانزیت هیواد په توګه استفاده کړې.

په اتریش کې د FPÖ یا ښې اړخو پوپولستانو د ګوند د مخ پر زیاتیدونکي محبوبیت او فشار له امله د سوسیال دیموکرات او محافظه پالو ګوندونو څخه جوړ حکومت خپل د کډوالۍ په سیاست کې سختي راوستلې. ویل کیږي چې کیدای شي د دغه ګوند (FPÖ) کاندید نوربرت هوفر، د اکتوبر میاشتې د جمهوري ریاست په دویم ځلي ټاکنو کې بریالیتوب ته ورسیږي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب