1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ابراهيمي په سوريه کي د مؤقتي حکومت غوښتنه کړې ده

۱۳۹۱ دی ۷, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/179gU

د سوریې له پاره د ملګرو ملتو خاص استازي لخضر ابراهیمي د دغه هيواد له پاره د یوه مؤقتي حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه. براهیمي د پنجشنبې په ورځ په دمشق کي وویل، چي دغه هيواد یوه اساسي او واقعي بدلون ته اړتيا لري. په دې خاطر باید د ډیرو اختیاراتو درلودونکی یو حکومت جوړ سي، چي دغه هيواد تر نوو انتخاباتو پوري رهبري کړي. یوازي شکلي تغیرات کفایت نه کوي. براهیمي د تیري یکشنبې په ورځ د خبرو له پاره سوریې ته ولاړ. خو د ملګرو ملتو د معلوماتو پراساس له حکومت او اپوزیسيون سره د ده خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې. د شنبې په ورځ به ابراهیمي د خبرو له پاره روسیې ته ولاړ سي. روسیه تر اوسه پوري د سوریې د واکمن بشارالاسد نژدې متحده ده. د بشري حقونو سازمانو په حواله په سوریه کي د ۲۱ میاشتو راهيسي کورني جنګ په ترڅ کي۴۵۰۰۰ انسانان وژل سوي دي.