آیساف: د شپې له خوا عملیات به دوام ولري
۱۳۹۰ آذر ۲۸, دوشنبهوروسته تر هغه چي افغان ولسمشر، حامد کرزي، یو ځل بیا له نړېوالو ځواکونو څخه غوښتي چي دوئ دي بېله اجازې د افغانانو په کورونو نه ور ننوزي، په کابل کي د آيساف ځواکونو وياند وايي، چي دغه عمليات به دوام وکړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي، چي ولسمشر کرزي دا غوښتنه د یکشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کي په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جان آلن څخه کړې ده.
خو یاکوبسن بیا وايي چې د شپې له خوا عملیات خورا اغیزمن دي او په ترځ کي یې تر ډېره د وسله والو مخالفینو قوماندانان په نښه کیږي.
دی زیاتوي، چي د شپې له خوا عملیات د افغان او نړېوالو ځواکونو په ګټه دي. ده وویل تردې دمه د شپې له خوا ټول عملیات د افغان ځواکونو سره په همغږۍ ترسره شوی دي:
« موږ له کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سره ډیره نزدې همکاري لرو او د افغان ځانګړو ځواکونو په روزنه کي هم کار کوو، په ډیر وضاحت سره باید ووایم چي هیڅ شپني عملیات له افغان ځواکونو سره د همغږۍ پرته نه دي ترسره شوي.»
هغه زیاته کړه چي د شپې له خوا په ۸۵ سلنه عملیاتو کي آن یو ډز هم نه دی شوی، نو ځکه خو د همدغو عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلي کچه تر یوې سلني هم راټیټه ده.
دوې ورځي وړاندي بهرنيو ځواکونو د ګردېز د منګل کلا په سيمه کي د پکتیا ولایت د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې رييس، حفيظ الله احمدزي، پر کور عملیات تر سره سول، چي په ترڅ کې يې د ده د کورنۍ يوه ښځه مړه او نور څلور تنه ټپیان شوې ول.
خو د آیساف ځواکونو ویاند وايي چي د دغو عملیاتو موخه د پکتیا ولایت د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې رییس نه، بلکي وسله وال مخالفین ول، چې یو شمېر یې ددغو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي هم دي. د هغه په وینا، احمدزی، تیره ورځ بیرته خوشي شوی دئ.
له بل پلوه د پکتیا ولایتي شورا د بهرنیو ځواکونو همدې عملیاتو ته د غبرګون په توګه خپل دفتر تړلی دئ، د دې شورا رييس، ښايسته جان احدي، ویلي:
« ترڅو پوري چي د دې پېښي اصلي عاملين د قانون منګولو ته و نه سپارل شي، د ولايتي شورا دفتر به تړلى وي.»
کابل/ اسماعیل شاکر
کتونکی: سید ریاض