1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر زیاتوي؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمیر د ډېرښت په هکله سلا مشورې کوي. په عین وخت کې د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي دي چې ولسمشر ترمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر د زياتوالي په هکله لا کومه پریکړه نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/2ciOs
U.S. Navy Seals Symbolbild
انځور: picture-alliance/U.S. Navy/Seal

د ډنمارک د دفاع وزیر کلاسو یورت فرد ایرکسن ویلي دي چې حکومت یې د ځواکونو د شمیر د زیاتیدو پلوي کوي، خو په وینا یې که چیري د دې «اړتیا» وي. د فرانسې خبري آژانس د بي بي سي له قوله رپوټ ورکړی دی چې لندن له ناټو څخه د ځواکونو د شمیر د زیاتولو غوښتنه تر لاسه کړې ده. خو په دې هکله کوم شمیر نه دی ښوول شوی.

د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې داسې فکر کیږي چې ناټو افغانستان ته له ۳۰۰۰ څخه تر۵۰۰۰ پورې نور ځواکونه واستوي. اوسمهال په افغانستان د ناټو ځواکونو شمیر ۱۳۴۰۰ تنو ته رسیږي.

د ډنمارک د دفاع وزیر ویلي دي چې «په عمومي توگه زه ویلی شم چې موږ د خپل حضور د زیاتیدو په هکله مثبت غور کوو.» د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس، دا مهال په کوپنهاگن کې د تندلاري ډلي «اسلامي دولت» یا داعش ضد یوه کنفرانس کې گډون لري.

د ناټو یوه استازي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د پوځونو د پیاوړي کولو په هکله به د می میاشتې په اخر کې د ناټو په یوه سرمشریزه او همداشان په جون میاشت کې د دغه ائتلاف د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبري وشي.

ناټو په افغانستان کې خپل جنگي ماموریت د ۲۰۱۴م کال په پای کې ختم کړ. اوسمهال په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر ۸۴۰۰ تنه دی او نور ۵۰۰۰ سرتیري د ناټو د نورو غړو هیوادونو دي. په افغانستان کې اوس د بهرنیو ځواکونو دنده افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکول او د هغوی روزل دي.

ترمپ لا افغانستان ته د ځواکونو استولو په هکله پریکړه نه ده کړې

په عین وخت کې د سپینې ماڼۍ ویاند سان سپایسر د سه شنبې په ماښام ویلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو په هکله کومه پریکړه نه ده کړې.

د امریکایي رسنیو د دې رپوټونو چې ترمپ افغانستان ته نور ځواکونه استوي په غبرگون کې ویلي دي چې ترمپ له خپل ملي امنیت ټیم څخه پوښتنه کړې ده چې : «څنگه موږ [جگړه] گټلی شو؟ او څرنگه خطر له منځه وړای شو؟»

د رسنیو د رپوټونو له مخې ښايي متحد ایالات له ۳۰۰۰ څخه تر۵۰۰۰ پورې نور اضافي عسکر افغانستان ته واستوي، څو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ماموریت او همداشان د طالبانو پر ضد جگړه چټکه شي.