1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا ملا عمر په رښتیا وژل شوی دی؟

مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۱, پنجشنبه

له طالبانو څخه یوې بیلې شوې ډلې ادعا کړې ده چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر دوه کاله مخکې وژل شوی دی خو کارپوهان بیا وایي چې د دې خبرې ثبوتول ډیر ستونزمن کار دی ځکه هیڅوک هم د ملا عمر پر پټنځای خبر نه دي.

https://p.dw.com/p/1G3fT
انځور: picture alliance/CPA Media

له طالبانو څخه یوې بلې شوې ډلې د افغانستان د اسلامي امارت فدایي محاذ، ویلي دي چې د دغې ډلې مشر ملا محمد عمر، دوه کاله مخکې د طالبانو د نورو غړو له خوا وژل شوی دی. د دغې ډلې یوه ویاند قاري حمزه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې دقیق ثبوتونه په لاس کې لري چې دوه کاله مخکې د ملا عمر د وژل کیدو ادعا ثابتوي.

د افغانستان د چارو کارپوه احمد سعیدي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې هیڅوک هم د ملا عمر د وژل کیدو او یا هم د هغه د ژوندون په اړه معلومات نه لري. هغه زیاتوي چې که د طالبانو دغه مشر ژوندی هم وي نو په خپل واک کې نه ده بکلې چارې یې د نورو له خوا اداره کیږي. سیعدي د ملا عمر په حواله وروستي خپور شوي پیغام ته اشاره وکړه او ویې ویل: «هغه اعلامیه چې په وروستیو وختونو کې خپره شوې ښيي چې هغه د ملا عمر له خوا نه ده لیکل شوي او د پاکستان استخباراتو لیکلي او د طالبانو د دغه مشر په نامه یې خپره کړې ده نو له دې کبله که ملا عمر ژوندی هم وي نو د پاکستان د استخباراتي ادارې په کنترول کې دی.»

طالبانو د کوچني اختر په مناسبت د ملاعمر په حواله یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې «خبرې اترې هدف ته د رسیدو یوه مشروع لار بلل شوې وه». دا په تیرو څو کلونو کې د ملا عمر له خوا د سولې د خبرو اترو پر وړاندې تر ټولو نرم دریځ بلل کیږي چې له کبله یې ولسمشر اشرف غني هم له هغه څخه مننه وکړه. د دې خبرې ارزښت بیا په خاصه توګه ځکه ډیر دی چې په پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر غونډې لږ وروسته خپور شوی دی.

تر دې مخکې لویدیځو رسنیو هم د طالبانو د مشر ملا محمد عمر، د وژل کیدو خبرونه خپاره کړي وو. خو طالبانو بیا دغه خبرونه رد کړل او ویې ویل چې مشر یې روغ رمټ دی.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم تر ړنګیدو وروسته تر اوسه پورې ملا عمر نه دی لیدل شوی. په رسنیو کې یوازې د هغه یو انځو شته. د دغه پیغامونه په لیکلې پڼه خپریږي چې ویل کیږي ډیر وخت د نورو کسانو له خوا لیکل شوي وي. د طالبانو د چارو کارپوه وحید مژده، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «آن د اسلامي امارت پر مهال هم کله چې ملا عمر په افغانستان کې وو د هغه پیغامونه د نورو له خوا لیکل کیدل.»

دغه کارپوه زیاتوي چې که ملا عمر وژل شوی وای نو د طالبانو قوماندانانو باید بل امیر ټاکلی وای: «هغه پیژندلګوي چې زه یې له طالبانو لرم نو له شرعي لحاظه که یو امیر المومنین ووژل شي نو د هغه تر خښولو مخکې باید یو ځای ناستی وټاکل شي ځلکه پرته له دې کاره جهاد امکان نه لري. دا د طالبانو په منځ کې یوه منل شوې موضوع ده. په دې معنی چې که د طالبانو قوماندانان په دې اړه شک ولري چې ملا عمر وژل شوی نو جګړه نه کوي. له دې خبرې معلومیږي چې لږ تر لږه د طالبانو قوماندانان ډاډه دي چې ملا عمر ژوندی دی.»

هیڅوک د ملا عمر د ژوند او یا هم مړیني په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه لري خو کارپوهان وایي چې که هغه وژل شوی وي نو دا د طالبانو پر فعالیتونو باندې اغیزه اچولی شي. سعیدي وايي: «که دا خبره ثابته شي چې ملا عمر وژل شوی نو پر طالبانو باندې به ناوړه اغیزه وکړي ځکه له دې سره ثابتیدای شي چې د هغه په غیاب کې د پاکستان استخباراتي ادارې د طالبانو د ډلې رهبري په لاسه کې لرله.»

ویل کیږي چې د طالبانو مشر د پاکستان په یوه نامعلومه ځای کې اوسیږي. د سعیدي په شان یو ډیر شمیر کارپوهان پر پاکستان باندې تور لګوي چې د ملا عمر ملاتړ کوي خو اسلام آباد بیا دغه تورونه ردوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل