1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا شمالي کوریا د توغندي توغولو ناکامه هڅه کړې؟

۱۳۹۶ فروردین ۲, چهارشنبه

سویلي کوریا وایي چې په ختيځ ساحل کي د شمالي کوریا د توغندی ازموینه لکه څرنگه چې پلان شوې وه هغسي نه ده شوې. د مارچ مياشتي په سر کې شمالي کوریا د بالستیک توغندیو څلور ازمویني وکړې.

https://p.dw.com/p/2ZhS2
North Korea failed ballistic missile launch
انځور: picture-alliance/dpa/KNCA

د سویلي کوریا د دفاع وزارت ویلي دي چې د شمالي کوریا له خوا د چهارشنبې په ورځ د توغندی نوې ازموینه داسې بریښي چې ناکامه شوي وي. د دفاع وزرات یوه ویاند ویلی دي: «سویلي کوریا او امریکا متحد ایالات د شمالي کوریا د توغنديو له توغولو خبر وو.» دغه ویاند ویلي دي چې داسې شک کيږي چې دغه ازموینه دې ناکامه شوي وي. خو د دفاع وزارت ویاند دا نه دي ویلي چې دا څه ډول یو توغندی وو.

د (Kyodo) په نوم د جاپان خبري آژانس د یوې حکومتي سرچینې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي دي چې ښایي شمالي کوریا د چهارشنبې په سهار د توغندیو څو ازمویني کړي وي.

تر هغه وروسته بيا د امريکا پوځ د شمالي کوریا په خیتځ ساحل کې یوې هوایي اډې ته په اشارې کولو سره نور جزئیات په ډاگه کړل. قوماندان ډیو بېنهام، په یوه بیانیه کې ویلي دي چې «په پاسفیک کې د متحدو ایالاتو د قوماندې مرکز یو څه کشف کړي دي چې دوی یې د شمالي کوریا له لوري د توغندي ناکامه هڅه بولي.» د بېنهام په خبره داسې بریښي چې توغندی تر توغولو څو ثانیې وروسته چاودلی دی.

د شمالي کوریا له خوا د توغندی توغولو ناکامې هڅې په هکله په داسې یوه وخت کې رپوټونه ورکول کیږي چې د سویلي کوریا او متحدو ایالاتو ځواکونه گډ پوځي تمرینونه کوي. د شمالي کوریا حکومت دغه پوځي مانورونه د یرغل له پاره د تمرینونو په توگه یاد کړي دي.

دغه ازموینه دوې اوونۍ وروسته له هغې تر سره کیږي چې شمالي کوریا څلور توغندي ازمویلي ول چې په اوسط ډول یې تر ۱۰۰۰ کیلومترو پورې واټن وهلی وو او په جاپان کې د متحدو ایالاتو پر پوځي اډو باندي د برید له پاره د تمریناتو نوم ورکړل شوی وو.

د روانۍ میلادي اوونۍ په سر کې امریکایي چارواکو اټکل کړی وو چې ښایي په راتلونکو څو ورځو کې شمالي کوریا بل توغندی هم و ازمویي.

پر شمال کوریا باندي چې د اټومي وسلو لرونکی هیواد دی د ملگرو ملتونو له خوا بیلا بیل بندیزونه لگیدلي. دغه بندیزونه د اتومي او بالستیک توغندیو د پروگرام له کبله وضع شوي دي. د رپوټونو له مخې دغه هیواد پلان لري چې د اوږده واټن ویشتونکی توغندی چې د متحدو ایالاتو د ویشتلو او اټومي سرگلولو د انتقالو وړتیا ولري، جوړ کړي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی دی چې پوځي گام یو له انتخاب څخه دی څو دغه هیواد لاري ته راوستل شي، خو چین بیا د شخړي د اوارۍ له پاره د دیپلوماسۍ پر سر ټینگار کوي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: