1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د ځیرکو ساعتونو بازار به تود وي؟

مسعود جهش (کپوندا کمبیل)۱۳۹۲ فروردین ۳, شنبه

د سمسونگ شرکت ویلي دي د یوه ځیرک لاسي ساعت پر جوړولو کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د اپل شرکت هم غواړي په روان کال کې یو ځیرک ساعت بازار ته راوباسي. آیا د ځیرکو ساعتونو بازار به تود وي؟

https://p.dw.com/p/18339
#49750298 - Smart Watch © Dan Race uhr; armbanduhr; watch; smartwatch; smartphone; app; apps; clock; application; mail; e-mail; uhrzeit; wetter; display; anzeige; tft; computer; minicomputer; akku; sensor; sensoren; sim; gms; kamera; chat; chatten; tippen; wischen; internet; www; online; wlan; wireless; verbindung; verbunden; spiele; spielen; armband; hand; handgelenk; wecker; wecken; vibration; vibrationsalarm; klingeln; klingelton; kopfhörer; ohrhörer; mp3-player; mp3
Smartwatch Smart Watch Uhrانځور: Fotolia/Dan Race

یو ځیرک ساعت یوازې وخت نه ښيي بلکې پر دې سربیره ډیر نور کارونه هم کوي. ځیرک ساعتونه کیدای شي چې یو PDA (Personal Digital Assistants) ته ورته کارونه ترسره کړي. دغه ډول الکترونیکي اله په ۲۰۰۰ کال کې ډیره مشهوره وه او کاروونکو کولای شول چې د هغوی په واسطه کتابونه ولولئ، وخت وویني او داسې نور ډیر کارونه وکړي. خو ځیرک ساعتونه کولای شي چې کمره او د حافظې کارت ولري. دغه ساعتونه به همداراز له انترنت سره د وصلیدو قابلیت هم ولري.

دغه ځیرک ساعت Pebble E-Paper Watch نومیږي چې تیر کال بازار ته وړاندې شو. دې ساعت تیر کال خپل ځان ته ډیر پام راواړوه او تر اوسه پورې یې ۱۰ میلیونه ډالر گټلي دي. د دې ساعت قیمت ۱۰۰ ډالره دی. دغه ساعت کاروونکي ته د دې امکان برابروي چې په خپل لس مترۍ کې له یوه تیلیفون سره وصل شي.

کله چې دغه ساعت له یوه تلیفون سره وصل شي نو کولای شي چې هغه ته راغلي زنګونه په خپله صفحه یا Display کې ښکاره کړي. پر دې سربیره کاروونکي کولای شي چې خپل ایملونه، لنډ پیغامونه، د فیسبوک او تویتر پیغامونه د خپل ساعت پر صفحه وویني.

دا واضیح خبره ده چې د الکترونیک په برخه کې لوی شرکتونه به د ځیرکو ساعتونو په جوړولو کې ښکیل شي. سوني لا وختي یو ځیرک ساعت بازار ته وړاندې کړی دی [پاسینی انځور]. سمسونګ اعلان کړی دی چې د یوه ځیرک ساعت پر جوړولو کار کوي او داسې آوازې هم شته چې د اپل شرکت به هم په روان کال کې یو ساعت بازار ته وړاندې کړي.

Smartwatch Mobile World Congress Barcelona Spanien
انځور: AFP/Getty Images
Smartwatch Pebble
انځور: picture-alliance/AP
Smartwatch Pebble
انځور: picture-alliance/AP