1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د ترمپ د انتخاب مخنیوی ممکن دی؟

۱۳۹۵ آذر ۲۹, دوشنبه

د امريکا متحدو ایالاتو د ولسمشرۍ له پاره تر انتخاباتو ۶ اونۍ وروسته اوس انتخاباتي استازي راټولیږي، څو گټونکی دونالد ترمپ انتخاب کړي. خو ځیني لا تراوسه هیله لري، چې د ولسمشر په توگه د هغه د انتخاب مخه ونیوله شي.

https://p.dw.com/p/2UWOu
USA Präsidentschaftswahl durch Wahlmänner
انځور: Getty Images/C. Somodevilla

د امریکا متحدو ایالاتو ۵۳۸ انتخلباتي استازي نن سره راټوليږي، څو د دغه هیواد راتلونکی ولسمشر وټاکي. د متحدو ایالاتو د قانون له مخې ولسمشر په غیر مستقیمه توگه انتخابيږي: د نوامبر پر اتمه د ولسمشرۍ د ټاکنو له مخي اکثرو خلکو هغه استازي انتخاب کړل چې په قوي احتمال د جمهوري غوښتونکو کاندید دونالد ترمپ ټاکي.

د هغه په پلویتوب ۳۰۶ انتخاباتي استازي ټاکل شوي دي. د هغه سیالې، هیلري کلینتن ۲۳۲ دغسي استازي راخپل کړي. انتخاباتي استازي په هر ایالت کې په جلا توگه خپله رايه په لیکلې بڼه ورکوي. د دود له مخې انتخاباتي استازي د خپلو اړوندو ایالتونو د رایو له نتیجې سره سم رايه ورکوي.

ترمپ په ټاکنو کې  یو ستر اکثریت استازي یعنی ۳۰۶ راخپل کړي دي، چې که چیرې ځیني د انتظار پر خلاف له هغه څخه وا هم وړي، بیا هم هغه د نورو په رایو سره د ولسمشر په توگه ټاکل کیږي. د امریکا کانگرس د جنوري پر شپږمه د انتخاباتي استازو د رایو د ورکړي نتیجه اعلانوي. نوی ولسمشر د جنوري پر شلمه لوړه کوي.

د انتخاباتي استازو پر دغه جرگه گۍ دا ځل فشار ډير زیات دی. دا ځل فشار له دې امله پر دغي جرگه گۍ زیات دی چې د ترمپ مخالفین هڅه کوي پر دغو استازو اغېزه وکړي او د هغه د ولسمشر د انتخاب مخه ونیسي.

خو د ټولو هلو ځلو سره سره گومان نه کیږي چې داسي یو څه دي وشي. له یو لړ ناآرامیو سره سره چې حتې د  جمهوري غوښتونکو د انتخاباتي استازو په مینځ کې احساسيږي، د هغو کسانو شمیر باید ډير زیات نه وي چې غواړي د ټاکنو نتیجې ته بدلون ورکړي او له دې لارې د ترمپ د بریالیتوب مخه ونیسي.

د هغوی شمیر باید ۲۷۰ ته ورسیږي. حتی که چیري د جمهوري غوښتونکو یو گڼ شمیر انتخاباتي استازي له ترمپ څخه مخ هم واړوي، هغه څه چې تر اوسه هیڅکله پیښ شوي هم نه دي، په قوی احتمال چې ترمپ به بیا هم ولسمشر شي.

ځکه که چیری د انتخاباتي استازو شمیر اکثریت راټول نه شي، بیا نو د کانگرس د استازو مجلس تصمیم نیسي. په دغه خونه کې بیا هم جمهوري غوښتونکي اکثریت دي. انتقاد کونکي وايي چې د ټاکنو دغه ډول یو بهیر چې ولسمشر بالاخره د انتخاباتي استازو له خوا ټاکل کیږي، په امریکا متحدو ایالاتو کې د اکثریت له تناسب څخه استازیتوب نه شی کولای.

میرمن کلینتن د ټولو رایو په مطلق شمیر سره تر ترمپ کابو ۲،۸ ميلیونه زیاتي رايي لري. په انتخاباتي جرگه گۍ کې ډير نارینه او ښځې د احتجاجي ایملونو او احتجاجی تیلفونونو له یو ستر بهیر څخه رپوټ ورکوي. سربیره پر دې په آنلاین کې تقریباً ۵ ميلیونه خلکو یوه عریضه لاسلیک کړې ده.

نور مطالب: