1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د ملي یووالي حکومت د ملکيانو په ساتنه کې پاتې راغلی؟

رضا شیرمحمدی۱۳۹۴ مهر ۵, یکشنبه

د روان کال په لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه د وروستیو ۱۴ کلونو په پرتله تر بل هر وخت لوړه شوې. ایا حکومت د ملکی کسانو د ساتنی په هکله خپله ژمنه کې پاتې رغلی؟

https://p.dw.com/p/1GeG6
Afghanistan Anschlag in Mazar-i-Sharif
انځور: picture alliance/AA/S. K. Sadat

د کابل ولایت اوسیدونکي خاک شاه، خپل ۱۳ زوی حسیب الله چې د ښوونځی په شپږم ټولګي کې یې زده کړې کولې، یوازې دوه میاشتې وړاندې د طالب جنکیالیو په یوه ځانمرګي برید کې له لاسه ورکړ: «د روژې میاشتې ۱۲مه وه. زوی مې په کور کې زما تر څنګ ولاړ وو او په کور کې په کار بوخت وو، هغه له ما سره په کار کې مرسته کوله. زموږ د کور مخامخ په دیمارو سیمه کې ځانمرګی برید وشو او زوی مې د چاودنې د غږ له کبله سکته وکړه او مړ شو.»

په روان کال کې ډیر شمیر افغانانو د خاک شاه، په برخلیک اخته شوي دي. ملګرو ملتونو په خپل وروستي رپوټ کې ویلي دي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه د ۲۰۱۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال دهمدې مودې په پرتله یو سلنه لوړه شوې ده.

د دغه رپوټ په حواله په دې موده کې ټول ټال ۴۹۲۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې ډله کې ۱۵۹۲ تنه وژل شوي او ۳۳۲۹ تنه نور بیا ټپیان دي. که څه هم په ټولیزه توګه په تلفاتو کې یوازې یو سلنه لوړوالی راغلی دی خو بیا د ښځو د تلفاتو کچه ۲۳ سلنه او د ماشومانو ۱۳ سلنه لوړوالی ښيي. د افغانستان د بشري حقونو د څار سازمان په خپل رپوټ کې لیکلي دي: «د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر میاشتې پر ۲۱مه نیټه د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ تر توافق وروسته، د واک د لیږد بهیر ځنډیدو د افغانستان وضعیت لا پسې کړکیچن کړ او د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو پیښې لا پسې ډیرې شوې.»

د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله د دولت وسله وال مخالفین د ۷۰ سلنه مرګ ژوبلې رامنځته کیدو لامل دي. د تلفاتو ۹۰ سلنه د نښتو، چاودنو او د یاغیانو په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي.

خاک شاه وایي چې د ملي یووالي حکومت له کار ته راتلو سره پر کابل باندې د بریدونو کچه هم لوړه شوې ده او د هغه د زوی په شان ډیر شمیر انسانانو د خپلې کورنۍ ډیری شمیر غړي له لاسه ورکړي دي. هغه وایي: «له دولت څخه زما غوښتنه دا ده چې د بریدونو مخه ونیسي. خلک به تر کومه په وینو کې لامبي. هره ورځ خلک بې موره، پلاره او ولادونو کیږي. اوس چې زما زوی وژل شوی که ټوله دنیا زما وي نو زه به پرې څه وکړم.»

یوازې یاغیان د مرګ ژوبلې تر شا نه دي

د شمیرو له مخې ۱۶ سلنه مرګژوبله دولت ته د وفادارو ځواکونو له کبله رامنځ ته شوې ده. دا د تیر کال همدې مودې په پرتله ۶۰ سلنه لوړوالی ښيي. د بخښنې له نړیوال سازمان څخه حوریه مصدق، وایي چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ د شخړو له کبله مهم امنیتي پوستونه خالي پاتې شوې دي چې له کبله یې د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده. هغه زیاتوي: «بله موضوع د یاغیانو د بریدونو په ستراتیژي کې بدلون راتلل دي. تر دې مخکې طالبانو د افغانستان په ختیځ او سویل کی وه. خو د ۲۰۱۵ کال له پیل راهیسې بیا طالبانو د افغانستان په شمال باندې تمرکز کړی دی چې له کبله یې ملکي تلفات هم لوړ شوی دی.»

میرمن مصدق همداراز د طالبانو له خوا پر پوځي او ملکي تاسیساتو باندې بریدونو ته په اشاره کولو سره وایي چې دا موضوع په روښانه توګه د طالبانو په ستراتیژي کې بدلون ښيي.

له بلې خوا بیا د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت پای ته رسیدل، په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیدل، له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو ترینګلي کیدل او دې هیواد ته د لا ډیرو بهرنیو جنګیالیو راتلل، نور هغه عوامل دي چې د ولسمشر غني د ملي یووالي حکومت تر رامنځ ته کیدو وروسته یې د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې ده.

که څه هم ویل کیږي چې د داعش ډله په افغانستان کې تر اوسه پورې عملیاتي ځواک نه لري، خو یو شمیر کارپوهان بیا په دې اند دي چې اوس طالبان د خپل واک د ډیر ښوولو په موخه د داعش د یو شمیر بریدونو پړه هم پر غاړه اخلي.

یوه بله موضوع چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې ملکي تلفات لا پسې ډیر کړي دي دولت ته د وفاداره ملیشو فعالیتونه دي چې په ځینو برخو کې ورباندې د بشري حقونو د ترپښو لاندې کولو تورونه هم لګول شوي دي.

افغان امنیتي ځواکونه وایي چې تل هڅه کوي د ملکي تلفاتو مخه ونیسې خو د افغانستان په روانه جگړه کې ښايي د دې هدف لاس ته راوړل ستونزمن وي. د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری ، وایي چې یاغیان ډیر وخت د ملکي وګړو په کورونو کې پناه اخلي چې له کبله یې له یوې خوا عملیات ورو پر مخ ځي او له بلې خوا بیا ملکي تلفات رامنځ ته کیږي: «زموږ پالیسي دا ده چې باید په عملیاتو کې ملکي وګړو ته تاوان و نه رسیږي. هر ډول تلفات چې رامنځ ته کیږي د یاغیانو له خوا وي. زموږ له خوا امر شوی دی چې که آن د سر په قیمت هم وي باید د ملکي وګړو ساتنه وشي.»