1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د ملا عمر ځای نیونکی د پاکستان په گټه دی؟

فرانس پرس۱۳۹۴ مرداد ۱۰, شنبه

ځیني تحلیلونکي وايي چې «معتدل» ملا اختر محمد منصور ته د طالبانو د مشرۍ سپارل د پاکستان په گټه ده، خو د طالبانو په مشرتابه کې بدلون کیدای شی چې په دغه تحریک کې اختلافات نور هم ژور کړي

https://p.dw.com/p/1G8Hr
د طالبانو نوی مشر ملا اختر منصور
د طالبانو نوی مشر ملا اختر منصورانځور: picture-alliance/dpa/Afghan Taliban Militants

د فرانس پرس خبري آژانس په یو تحلیلي مضمون کې چې له اسلام آباد څخه یی خپور کړی دی راغلي دي: وروسته له هغې چې طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر مړینه تصدیق کړه او د هغه ځای ناستی یې معرفی کړ، د یاغیانو یو مخکښ قوماندان فرانس پرس ته په خپل تحلیل کې بربنډ وویل:«ښکاره خبره ده چې گټه پاکستان وکړه.»

نوموړي قوماندان چې هویت ېې د فرانس پرس له خوا بربڼد شوی نه دی وايی: منصور او د هغه دوه نوي نومول شوي مرستیالان - دینی متنفذ حبیب الله آخوندزاده او سراج الدین حقاني - ټول د پاکستان له پوځي دستگاه سره نژدې اړیکې لري. نه یواځې دغه قومندان، بلکه د طالبانو یو شمیر نورو لوړ پوړو غړو هم د جمعې په ورځ فرانس پرس ته وویل چې دوی منصور هغه یو سړی کڼي چې له پاکستانیانو سره نژدې یا « ډيرې نژدې» اړیکې لري.

په داسې حال کې د پاکستان د حکومت له خوا تر اوسه پورې د طالبانو د نوي مشر د ټاکل کیدو په هکله هیڅ ډول تبصره نه ده شوې، خو متقاعد ډگرمن محمود شاه له دې څخه هرکلی وکړ. شاه فرانس پرس ته وویل:«دوه کاله کیږي چې منصور د طالبانو چارې پر مخ وړي.هغه نه یواځې د جوړ جاړیو لپاره هڅه کوي، بلکه په بریالیتوب سره د جگړې بندو بست هم کوي، نو له دې امله سړې ویلای شي چې هغه د مشرۍ لپاره بشپړه توانمندي لري.»

محمود شاه زیاتوي:«هغه ښايی له ملا عمر څخه هم غوره وي، ځکه ملا عمر گوشه نشین سړی ؤ.»

د منصور یو مرستیال، سراج الدین حقاني په حقیقت کې د «حقاني» نومې شبکې مشرې په غاړه لري، هغه یوه شبکه کې چې په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د ډیرو سترو او خونړیو حملو او بریدونو مسوولیت په غاړه لري. ډير لږ خلک شک نه لري چې دغه شبکه دې له پاکستان سره تړاو ونه لري. حتي په ۲۰۱۱ کال کې د متحده ایالاو یو لوړ پوړي پوځي چارواکي د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI یوه «رښتیانی مټ» وگاڼه.

د طالبانو مړ مشر، ملا محمد عمر چې د امریکا FBI کلونه د هغه د نیولو په لټه کې وه
د طالبانو مړ مشر، ملا محمد عمر چې د امریکا FBI کلونه د هغه د نیولو په لټه کې وهانځور: picture alliance/AP Photo

د دوهم مرستیال، حبیب الله آخوندزاده په هکله ویل کیږي چې نوموړی کابو لس ورځې مخکې په کوټه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا د یو لنډ وخت لپاره ونیول شوو.

د طالبانو د مشرتابه د کړۍ یو مخکښ غړي چې ډیر سخت پاکستاني ضد نظر لري، فرانس پرس ته وویل:« مونږ فکر کوو چې پاکستان بند وبست وکړ، هغه دا چې: د ملا عمر د ځای ناستې د پروسې لپاره او دا چې د سولې د خبرو اترو په نوې غونډه کې څه وشي، نوموړی چمتو کړای شوو.»

د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې امتحاني هڅې چې هدف د افغانستان کابو ۱۴ کلنې جگړې پای ته رسول دي، وروسته له هغې یوه ابتدايي نتیجه ورکړه چې دواړو اړخونو د جولای په نیمايی کې د پاکستان په «مري» کې سره ولیدل اود یو نوې لیدنې کتنې لپاره یې پریکړه وکړه.

ویل کیږي چې پاکستان له کلونو را په دې خوا له طالبانو ملاتړ کړی دی او حتی د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر څخه وروسته هم، کله چې پاکستان د واشنگتن تر مشرۍ لاندې د «ترور ضد جگړې» له ائتلاف سره یو ځای هم شوو. دا هغه یوه په اصطلاح «دوه گونې لوبه» وه چې د روان میلادي کال په پیل کې پخواني ولسمشر پرویز مشرف هم پرې اعتراف وکړ.

دوو مسألو پر اسلام آباد فشار زیات کړ ترڅو له خپل نفوذ څخه په استفادې سره طالبان د سولې خبرو اترو ته مجبوره کړي: په افغانستان کې د ولسمشر په توگه د محمد اشرف غني انتخاب چې د پاکستان په وړاندې د پخلاینې سیاست غوره کړی دی او دغه راز د داعش نوموې ډلې د نفوذ د پراخیدو ویرې دغو خبرو اترو لپاره لاره اواره کړه.

پاکستانی ژورنالیست رحیم الله یوسف زی وویل چې دا اختر محمد منصور ؤ چې د پاکستان په مري کې د «خبرو اترو په پیل کی کې ډير مهم نقش ولوباوه.»

په همدې وجه ځیني طالب مشران دا نتیجه اخلي چې ټول کار د پاکستان له خوا بندوبست شوی دی، دا چې ولې د ملا عمر د مرگ اعلان دومره زیات وخت ځنډول شوی ؤ، هدف دا ؤ تر څو د هغه د خلف لپاره لاره اواره کړای شي.

د طالبانو وسلوال قوماندانان
د طالبانو وسلوال قوماندانانانځور: Getty Images/M. Saeedi

په دې هکله یو بل یو طالب قوماندان چې د هغه هویت هم بربنډ شوی نه دی، د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل:«مشرتابه له مونږ څخه دغه حقیقت پټ کړی ؤ چې مونږ مشر دوه کاله مخکې مړ شوی دی، حال دا چې د هغه په نامه یې پیغامونه خپرول.»

هغه وویل:«ځیني طالبان احساس کوي چې هغوی سره دوکه کاري او خیانت شوی دی.»

د جمعې په ورځ د ملا اختر محمد منصور د ټاکل کیدو څخه یواځې دوه ساعته وروسته د طالبانو د مشر د ټاکل کیدو پروسه ترپوښتنې لاندې ونیوله شوه او ځینی طالبانو وویل چې هغه په ډيره بیړه او یوه اړخیزه توگه تر سره شوی ده.

ملا محمد حسن رحماني چې د طالبانو د شورا یو غړی دی، د افغانستان تلویزوني شبکې شمشاد ته وویل چې د طالبانو د نوي مشر ټاکنه د یو «محدود شمیر کسانو» له خوا شوې ده. رحماني زیاته کړه:«خلک له دې کار سره خوښ نه دي او دا ټاکنه په کلکه غندي، د افغانستان له دننې څخه ډير تیلفونونه شوي دي چې وايي هغوی له هغه څه سره چې پیښ شوي دي، خوښ نه دي.»

ملا محمد حسن روحاني یادونه وکړه:« هغه یعنی منصور له دوه درې کسانو سره ناست دی، هغوی ته یی به پیسې یا موټر ورکړي وي ترڅو له هغه څخه ملاتړ وکړي. دا د خلکو په سترگو کې د خاورو اچولو په معنی ده.»

د فرانس پرس د تحلیلي مضمون په پای کې ویل شوي دي چې د طالبانو د مشرتابه په لوړه سویه کې له دغه ډول اختلافاتو څخه پرته له شک ښايی داعش نومي ډله گټه پورته کړي، هغه یوه ډله چې په افغانستان کې د ناراضو طالب جنگیالیو راجلبولو سره د خپل نقش د پراخیدو په لټه کې ده