1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د تورخم لار بیا تړل شوې؟

فريدالله خان / س. ر.۱۳۹۵ خرداد ۱۲, چهارشنبه

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې د دغه هیواد چارواکو تیره ورځ په تورخم کې اعلان وکړ چې سر د چهارشنبې له ورځې افغانان نه شي کولای چې د ویزي او قانوني اسنادو پرته نور پاکستان ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/1IyMN
Afghanistan Flüchtlinge am Khyber Grenzübergang nach Pakistan Archivbild
انځور: Tanveer Mughal/AFP/Getty Images)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغې ستونزې د حلولو په لټه کې دي. په عین وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پیښور کې د افغانستان د جنرال قونسلگرۍ د موټر پر درولو باندې اعتراض کړی دی.

په قبایلي سیمه خیبر ایجنسې کې د پاکستان او افغانستان پر پوله تورخم کې بې له اسنادو پر سفر باندې د بندیز پریکړه سر له ننه پیل شوې ده. پاکستاني چارواکو پر پوله د اوښتو له پاره د اسنادو لرل اړین بللي دي او تیره ورځ په تورخم کې د لاسپیکرونو په واسطه په بیلابیلو سیمو کې اعلانونه شوي وو. د دغې نیټې تر ختمیدو تر مخه پر پوله د پاکستاني او افغان چارواکو په یوه غونډه کې افغان چارواکو د روژې په میاشتې کې د دغې پریکړې د نرمولو غوښتنه کړې وه، خو پاکستاني چارواکو هغه نه ده منلې.

«نېشنل اېکشن پلان»

پر پوله د امنیت د سختولو او پر تلونکو راتلونکو کسانو د نظر ساتلو پریکړه د پاکستان د حکومت د «نېشنل اېکشن پلان» یا د اقداماتو د ملي پلان یوه برخه ده چې په پیښور کې د ۲۰۱۴م کال د دسمبر په میاشتې کې پر آرمي پبلک سکول باندې د یاغیانو تر یرغل وروسته جوړ شوی دی.

د رپوټونو له مخې د پولو پر دواړه خواوو د امنیتي ځواکونو شمیر زیات کړی شوی دی او د اسنادو د کتلو له پاره د پاکستاني عملې په شمیر کې هم زیاتوالی راوستل شوی دی. د پیښور د سوداگرۍ خونې مشر ذوالفقار علي خان د تگ راتگ له پاره د ویزې د شرايطو د وضع کیدو هر کلی کړی دی او ویلي یې دي چې دغسې گامونه باید لا پخوا اخیستل شوي وای. د هغه په خبره «تر کومه ځایه چې د دواړو هیوادونو تر منځ تجارتي اړیکي دي نو موږ په هر فورم د قانوني سوداگرۍ ملاتړ کوو او که چیرې په سرحد کې گمارل شوې هره اداره له خپل واک څخه پښه وا نه اړوي نو هیڅوک باید پر قانوني تجارت اعتراض و نه لري.»

په پاکستان کې دا مهال ۱،۷ میلیونه راجستر شوي مهاجر شته او ویل کیږي چې ښایي د نا راجستر شوو کسانو شمیر هم دومره وي.

«د دغې معضلې د حلولو په لټه»

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغې موضوع د حلولو په لټه کې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني، له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل: «د افغانستان دولت د پاکستان د ویزې د مشکل د حلولو له پاره چې زموږ هیوادوال ورسره مخامخ دي چې له تورخم څخه بې لې ویزې عبور کول دي، له دیپلوماتیکو لارو په ځانگړې توگه په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت په دې هکله له دغه پولې څخه د تیریدو د موجود عرف او قونسلي اصولو سره په مطابقت کې اقدام کړی دی. په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت په خپل پوره جدیت سره د دغې معضلې د حلولو په لټه کې دی.»

د تورخم پر پوله د غیر قانوني تگ راتگ له کبله د دواړو هیوادونو تر منځ د واټن رامنځ ته کیدو امکان هم نه شي ردیدی. د پاکستان د عوامي نیشنل گوند سناتور زاهد خان له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «په دې ډول د سرحد د بندیدو له کبله به د دواړو هیوادونو پر اړیکو باندې منفي اثرات پریوزي. په کار خو دا وه چې د دې پریکړې ترمخه دواړه هیوادونه کښیناستلی وای او کومه پریکړه یې کړی وای. دا به ښه وای چې یوه منځنې لار یې موندلی وای.» د هغه په خبره د افغانستان خلک هسې هم د پاکستان له پریکړو ډیر خوښ نه دي او د دې یو طرفه پریکړې وروسته به د دواړو هیوادونو تر منځ واټن رامنځ ته شي.

په پیښور کې د افغانستان قونسلگري

د زاهد خان په خبره د دې پریکړې له کبله به د ولس ستونزې ډیرې شي، ځکه چې په وینا یې دلته په لکونو مهاجر اوسيږي او خپل خپلوان د خوښۍ او غم په مراسمو کې د گډون له پاره تگ راتگ کوي. د هغه په خبره په دې سره به د پاکستان انځور لاپسې خراب شي او دغه ستونزه به یوه نړیواله بڼه غوره کړي.

په عین وخت کې په پیښور کې د افغانستان قونسلگرې د سه شنبې په ورځ د یوې ورځې له پاره رخصت کړی شوې وه. د هغې علت دا وو چې کله تیره ورځ د افغانستان جنرال قونسل خپل دفتر ته روان وو نو د امنیتي ځواکونو له لوري د هغه موټر درول شوی وو. په دې هکله د احمد شکیب مستغني زیاته کړه:«وروسته له هغې چې د جنرال قونسل وړونکی واسطه د یوې مودې له پاره درول شوې او د ننوتو [ساحې ته] اجازه یې نه ده تر لاسه کړې، نو مجبورا د افغانستان جنرال قونسل خپلې اقامتگاه ته ستون شوی دی، د جنرال قونسلگرۍ همکاران یې په جریان کې اچولي او له همدې کبله د یوې کاري ورځې له پاره په پیښور کې د افغانستان جنرال قونسلگري تیره ورځ رخصت وه.»

په هغه سیمه کې چې د افغانستان قونسلگري ده نو د یو شمیر نورو هیوادونو قونسلگرۍ پکښې هم شته او جگپوړي چارواکي پکښې هم ژوند کوي. د دغه ځای د امنیت له پاره ټینگ تدابیر نیول شوي دي او د دغې ساحې ته د ننوتلو په دروازه کې د جنرال قونسل موټر درول شوی وو. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ په پیښور کې د افغانستان قونسلگرۍ په عادي ډول خپلې چارې پر مخ وړلې.