1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د اشرف غني او عبدالله تر منځ وزارتونه ویشل شوي دي؟

مسعود جهش (حسین سیرت)۱۳۹۳ مهر ۲, چهارشنبه

د ډاکټر عبدالله، ټیم ویاند له اشرف غني احمدزي سره د وزارتونو تقسیم بندي تائیدوي، خو د اشرف غني د ټیم ویاند بیا دغه څه ردوي. د ۸ صبح ورځپاڼې یو رپوټ خپور کړی دی چې د ولسمشر او اجرائیوي رئیس تر منځ د وزارتونو سهمیه ښيي.

https://p.dw.com/p/1DJpA
انځور: picture-alliance/AA

د ډاکټر عبدالله عبدلله، ټیم د وزارتونو تقسیم تائیدوي، خو وایي هغه څه واقعیت نه لري چې ۸ صبح په نوم ورځپاڼي کې خپاره شوي دي. د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټیم بیا له سره د دغسي یوه سند موجودیت ردوي.

د ۸ صبح ورځپاڼي په رپوټ کې راغلي دي چې د مالیې، کورنیو چارو، د کلیو او پراخیتا، زراعت او مالدارۍ، د برېښنا او اوبو، فواید عامه، مخابراتو، د قبایلو او سرحدونو د چارو، د لوړو زده کړو، کډوالو، اطلاعات او کلتور وزارتونو وزیران او همداشان د مرکزي بانک او د ملي امنیت مشران به د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي.

د ۸ صبح ورځپاڼي د دغه رپوټ له مخې د اقتصاد، ښار جوړوني، معدنونو او پترولیم، د سوداگرۍ او صنایع، ترانسپورت، بهرنیو چارو، د فاعي چارو، له مخدره موادو سره د مبارزې، پوهني، روغتیا، د شهیدانو او معلولینو او حج او اوقافو وزارتونو وزیران او د گمرکونو او عوایدو مرستیالان به بیا د اجرائیوي رئیس له خوا ټاکل کیږي.

وروسته له هغې چې د افغانستان ټاکنې له یوه سیاسي بن بست سره مخامخ شوې، ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله د ملي یووالي حکومت جوړیدو پر سر یوې موافقې ته ورسیدل. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېیسون ډاکټر اشرف غني احمدزی د افغانستان د ولسمشر په توگه اعلان کړ او ډاکټر عبدالله عبدالله به اجرائیوي رئیس وي.

د اشرف غني احمدزي د ټیم ویاند طاهر زهیر، د دغه سند په هکله له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په مطلق صورت دغه یو څه درواغ او بې بنسټه دي او هیڅ ډول اساس نه لري.»

خو د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم یو تن ویاند فضل الرحمان اوریا، بیا برعکس وایي چې وزارتونه د پوهي او اهلیت پر اساس ویشل شوي دي، خو هغه څه چې په ۸ صبح ورځپاڼه کې چاپ شوي دي ناسم دي: «دواړو ټیمونو د تخصص، پوهې او تجربې پر اساس یو شمیر ارگانونه په خپل منځ کې ویشلي دي، څو هیواد او خلکو ته ښه خدمات وړاندي کړای شي، خو هغه څه چې په ۸ صبح ورځپاڼه کې چاپ شوي دي، سم نه دي.»

په عین حال کې د سیاسي چارو کارپوهان وایي که چیري د وزارتونو د ویشل کیدو دغه خبره سمه وي، نو دا به د دې سبب شي چې کار اهل کار ته و نه سپارل شي. ځکه چې په وینا یې دواړو ټیمونو خپلو پلویانو ته ژمنې او اسناد ورکړي دي او باید هغوی ته په نوي کابینه کې ځای ورکړل شي. د کارپوهانو په وینا په دغسې یوه صورت به د مسلکي کسانو له پاره د وزارتونو په راس کې بیا کوم ځای پاته نه شي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي، وایي: «که چیرې د افغانستان او نړۍ خلک په دې فکر وي چې هغه څه چې ښاغلي اشرف غني او ښاغلي عبدالله ویلي دي چې کار به اهل کار ته سپارو او د پوهې او اهلیت پر اساس به عمل کوو، د افغانستان خلک اشتباه کوي.»

د ښاغلي سعیدي په خبره هغه پوهه خلک چې د دواړو انتخاباتي ټیمونو څخه دباندي دي او په ټاکنو کې یې فعاله ونډه نه درلوده، نوې کابینې ته به لار و نه مومي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب