1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د آلمان استخبارات له امریکایي استخباراتو سره په یو بیړۍ کې ناست دي؟

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ تیر ۳۰, یکشنبه

د آلمان استخبارات د متحده ایالاتو د جاسوسۍ په پروګرام کې په څه ډول سره ښکیل دي؟ د آلمان کورني او بهرني استخبارت د «پریسم» نومې امریکایي جاسوسۍ پروګرام په قضیه کې تر نیوکو لاندي پریوتي دي.

https://p.dw.com/p/19BQk
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان کورني استخباراتو (د اساسي قانون د ساتنې ادارې) دا خبره منلې ده چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې NSA، د جاسوسۍ یو کمپیوتري پروګرام (سافت ویر) د نوموړې اداری په اختیار کې ورکړی دی. د نوموړې ادارې رئیس، هانس- ګیورګ ماسن، د «بیلد ام زونتګ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې دغه پروګرام لا تراوسه د آزموینې په پړاو کې دی، خو له هغه څخه کار اخیستل شوی نه دی.

خو ماسن په عین وخت کې ټینګار وکړ چې «له NSA سره د همکارۍ په برخه کې د آلمان کورني استخباراتو تل د خپل هیواد قانون مراعات کړی دی.» ماسن هغه اټکلونه رد کړل چی وایي د آلمان کورني استخباراتو د NSA له خوا د یو ورکړل شوي پروګرام په مرسته په آلمان کې معلومات راټول کړي، هغه یې امریکا متحده ایالاتو ته استولي او په بدل کی یې له امریکایانو څخه نور معلومات ترلاسه کړي دي.

هغه یادونه وکړه چې له امریکایي استخباراتي ادارو سره د آلمان همکاري یوازې په دې چوکاټ کې موجوده ده چې په آلمان کې د ترهګرو د حملو مخه ونیول شي. د آلمان د کورنۍ استخباراتي ادارې رئیس دغه خبرې د «دېرشپیګل» د مجلې د هغه یو رپوټ پر وړاندې د غبرګون په توګه یادې کړې چی وایي: د متحده ایالاتو د NSA د جاسوسۍ د کمپیوتري پروګرام څخه نه یوازې د کورني استخباراتوله خوا، بلکه د آلمان د بهرني استخباراتو د ادارې، له خوا هم کار اخیستل کیږي.

معلومات نورو ته «نه استول کیږي»

د آلمان د بهرني استخباراتو اداره چې مخفف یې (BND) دی، مشر ګیرهارد شیندلر په لومړي سر کې په دې هکله کومه مشخصه یادونه ونه کړه. هغه د «بیلد ام زونتګ» ورځپاڼې ته یوازې دومره وویل: «په میاشت کې په میلیونونو معلومات له آلمان څخه د BND له خوا NSA ته نه استول کیږي.» هغه یادونه وکړه چې تیر کال د قانون له مخې یوازې د دوو آلماني اتباعو په هکله جلا جلا معلومات NSA ته ورکړل شوي دي. شیندلر زیاته کړه: «له NSA سره د همکاریو په هکله ما څه موده مخکې د آلمان یوې پارلماني جرګه ګۍ ته معلومات وړاندې کړل.»

د «دېرشپیګل» مجلې خپل رپوټ د NSA د پټو اسنادو په حواله خپور کړی دی. د دغه رپوټ له مخې د "XKeyscorewerde" سافټ وېر په نامه د پروګرام په مرسته یو زیات برخه معلومات راټولیدلای او په هغې کې زیرمه کیدلای شي. د متحده ایالاتو استخباراتي اداره NSA دغه پروګرام ته لاس رسی لري. په رپوټ کې ویل شوي دي چې دغه پروګرام د ارتباطي اطلاعاتو پر بنسټ کولای شي چې څرګنده کړي کوم کلیدي کلمات د انټرنیټ د لټون ماشین ته ورکړل شوي او یا تر کوم هدف لاندې اشخاصو په انټرنیټ کې څه معلومات ثبت کړي دي. له دې لارې لږ تر لږه د اشخاصو ترمنځ د محاورو او دیالوګونو او د خبرو د تبادلو د محتواوو يوه برخه روښانه کیدای شي.

د دېرشپیګل، د رپوټ له مخې په دې وروستیو وختونو کې د آلمان او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ استخباراتي همکارۍ پراخه شوي دي.

د متحده ایالاتو پخواني مخبر، ایدوارد سنودن د خپل هیواد د «پریسم» نومې د جاسوسۍ له پروګرام څخه پرده پورته کړه. د سنودن د وینا له مخې متحده ایالات کولای شي چې د دغه پروګرام په مرسته په ټوله نړۍ کې د خلکو ترمنځ د انټرنیټي او تیلفوني معلوماتو تبادله وڅاري.

څه موده مخکې ژورنالست ګلن ګرینوالد، چې د سنودن ارتباطي سړی دی او وخت په وخت له هغه څخه معلومات ترلاسه کوي، اعلان وکړ چې سنودن به ډیر ژر نور معلومات هم افشا کړي.