1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا ترمپ د منځني ختیځ په هکله بل دریځ غوره کوي؟

۱۳۹۵ بهمن ۴, دوشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر په توگه تر لوړه کولو وروسته دونلد ترمپ، ښایي د منځني ختيځ په هکله بل ډول دریځ غوره کړي. هغه د اسرائيلو له لومړي وزیر سره تلیفوني خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/2WEVV
US Präsident Donald Trump spricht zur Vereidigung weiterer Minister
انځور: Picture-Alliance/dpa/A. Harnik

د اسرائیلو له لومړي وزیر بېنیامین نتنیاهو سره د متحدو ایالاتو نوي ولسمشر دونلد ترمپ تر تلیفوني خبرو لږ وروسته سپیني ماڼۍ وویل چې دواړو مشرانو پر دې ارادې باندې ټنیگار کړی دی چې د «ایران له لوري خطر» ته په کتو سره پر ډیرو سیمه ایزو موضوعاتو به په گډه کار وکړي.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې په دې سره ښايي د متحدو ایالاتو نوی حکومت د تهران پر وړاندې سخت دریځ ولري. ترمپ هم د نتنیاهو په شان د لویدیځو هیوادونو له لوري له ایران سره د دغه هیواد د اتومي پروگرام پر سره د یوې موافقې مخالفت کوي.

د اسرائیلو حکومت د مشر دفتر ویلي دي چې د فبروري میاشتې له پاره ترمپ نتنیاهو ته واشنگټن ته د سفر بلنه ورکړې ده. خو کومه دقیقه نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

ترمپ په خپله له نتنیاهو سره د خبرو د محتوا په هکله څه نه دي ویلي. هغه یوازې دومره ویلي دي چې دغه تلیفوني خبري ډیرې ښې وې. د ترمپ د مطبوعاتي ویاند شن سپایسر له قوله د سي ان ان، تلویزوني شبکې ویلې دي چې هغه (ترمپ) د خپل دې پلان په هکله جدي دی چې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توگه په رسمیت وپیژني.

ترمپ د متحدو ایالاتو د ۴۵ ولسمشر په توگه تر لوړه کولو دمخه ژمنه کړې وه چې د امريکا سفارت به له تل ابیب څخه «ژر» بیت المقدس ته انتقال کړي. خو د سي ان ان د رپوټ له مخې په دې هکله سلا مشورې په «ډیر لومړني پړاو» کې دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر او په پاریس کې د منځني ختیځ په هکله د کنفرانس نورو گډونوالو له دغسې یوه گام څخه خبرداری ورکړی وو. د فلسطین د خپلواکمنې ادارې مشر محمود عباس په وینا دغه څه به د منځني ختیځ د سولې پروسه یوې بندې کوڅې ته برابره کړي.

د بیت المقدس موقف د منځني ختیځ په کړکیچ کې یو له مهمو موضوعاتو څخه دی. په داسې حال کې چې اسرائیل بېت المقدس د نه ویش وړ پلازمېنې په توگه انگیري، فلسطینیان بیا غواړي چې ختیځ بیت المقدس د خپل راتلونکي دولت د پلازمنې په توگه ومني. له دې کبله د ملگرو ملتونو زیاتره غړي هیوادونه ټول بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توگه په رسمیت نه پیژني.

نور مطالب: