1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا انساني قاچاقبران د نوو لارو په لټه دي؟

۱۳۹۴ اسفند ۱۰, دوشنبه

په دې وروستیو کې د مدیترانې سمندر له لارې په انساني قاچاق کې لاس درلودونکي ډلې د مصر له لاري د نوو لارو په لټه کې دي. اروپایې اتحادیه ویره لري چې له دې لاري کیدای شي ترهگر هم اروپا ته ځان ورسوي.

https://p.dw.com/p/1I4It
Griechenland Flüchtlinge auf dem Weg zur mazedonischen Grenze
انځور: Reuters/Y. Behrakis

رویترز خبري آژانس له بروکسل څخه ترلاسه شوو رپوټونو په حواله ویلي دي چې انساني قاچاقبرانو په ترکيه او لیبیا کې د اروپایي ټولني له خوا د غیر قانوني مهاجرتونو د مخنوي په موخه د ترسره کیدونکو اقداماتو په غبرگون کې، د مصر له لاري د انساني قاچاق د نوو لارو پيدا کولو هڅې پیل کړي دي.

د مصر په تر ټولو دوهم لوی ښار سکندریه کې په انساني قاچاق کې لاس درلودونکي ډلي د بل هر وخت په پرتله اوس ډیر زیات فعاله شوي دي.

د اروپایې اتحادیې یوه چارواکي دا یوه «مخ پر خرابیدونکي مسئله» وبلله او اندېښنه یې څرگنده کړه چې د مصر په سینا سیمه کې فعاله افراطیان له دې مسیر څخه په استفادې سره کولای شي اروپایې هیوادونو ایټالیا او یونان ته ځانونه ورسوي.

تیر کال تر یو میلیون ډیر مهاجر د سیاسي پناه غوښتلو له پاره اروپا ته راغلل. د دغو مهاجرو ۸۰ سلنه یې د ترکیې له لاري ځانونه یونان ته رسولي ول او پاته نور یې د لیبیا له لاري ایټالیا ته رسیدلي ول.

له مصر څخه اروپا ته د رسیدونکو کډوالو شمیرو په هکله دقیق ارقام وجود نه لري. که څه هم د مصر له لاري اروپا ته د سمندر لاره ډیره اوږده ده، خو انساني قاچاقچیان له دې امید سره له مصر څخه مهاجر وړي چې د نړیوالو اوبو ساحې ته تر رسیدو وروسته به دوی وژغورل شي.

یوه اروپایې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلي دی چې: «موږ دې خبري اندیښمن کړي یو چې د قاچاقبرانو او مهاجرو په منځ کې له القاعده یا داعش اړونده جنگیالي هم اروپا ته راتلی شي.»

د هغه په خبره که څه هم په مصر کې سخت کنترول کیږي، خو ځینې وختونه ممکن یو بل هیواد ته د مهاجرو د تگ په صورت کې مسئولین پري خپلې سترگې پټې کړي.