1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا افغانان د بگرام د زندانیانو د ساتلو وړتیا لري؟

۱۳۹۰ اسفند ۲۰, شنبه

د ستراتیژیک سند پر وړاندي د عمده خنډونو له ډلي څخه یو ئې هم افغانانو ته د بګرام زندان نه سپارل وو. اوس چې دغه موضوع حل شوې ده دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې آیا افغان حکومت د بگرام د زندانیان د ساتلو وړتیا لري او که نه؟

https://p.dw.com/p/14IdP
انځور: dapd

د جمعې په ورځ د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک، په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو له عمومي قوماندان جنران جان الین، سره یو تړون لاس لیک کړ چې له مخي ئې د شپږو میاشتو په ترڅ کې د بگرام د زندان مسئولیت افغانانو ته سپارل کیږي.

خو اوس دا پوښتنه رامنځ ته کیږي چې ایا افغان حکومت کولای شي چې د بهرنیو ځواکونو له مرستي پرته د بگرام له زندانیانو څخه ساتنه وکړ. د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان په افغان حکومت کې دا وړتیا نه ویني.

تیر کال د ایساف ځواکونو وروسته تر هغه افغان استخباراتو ته د جګړي په ډګر کې د نیول شوو یاغیانو د سپارلو لړۍ وځنډوله چې د ملي امنیت په زندانونو کې د بندیانو د ربړولو په اړه ځیني رپوټونه خپاره شول.

د افغانستان د پارلمان غړی لالی حمیدزی، وایي چې افغان حکومت نه شي کولای په سمه توګه د محبسونو ساتنه وکړي. د هغه په اند په ډیرو مواردو کې ترهګرو له هغو زندانونو څخه چې افغان ځواکونه ئې ساتنه کوي تروریستي بریدونه پلان کړي دي.

حمیدزی د بګرام په زندان کې پراته بندیان ډیر خطرناک بولي. هغه وایي چې د افغان حکومت یوه بله تر ټوله لویه نیمگړتیا په زندانونو کې د سیاسي او جنايي بندیان ګډ ساتل دي.

د افغانستان د دفاع وزارت چې ویل کیږي پس له دې به د بګرام محبس مسئولیت پر غاړه ولري وایې چې ډیر ژر به د بګرام د زندان له پاره د پوځ یو مسلکي جنرال د مشر په توګه وټاکي.

د افغانستان د دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ، افغانانو ته د بګرام د زندان د مسئولیت لیږدول د افغانستان د ملي حاکمیت په لور یو مهم ګام بولي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چې اوس د زندانونو د ساتلو مسئولیت لري وایي چې په زندانونو کې د مخدره توکو د کاروباریانو او د ترهګرو له لوري د عادي بندیانو د هڅولو پېښي زیاتي شوي دي. د دغه وزارت اداري معین باز محمد احمدي د دغو ستونزو شتون مني.

د افغانستان د محبسونو د ریاست شمیري ښیي چې دمګړۍ په ټول ملک کې شاوخوا ۲۳۰۰۰ تنه په بیلا بیلو محبسونو کې بندیان دي چې شاوخوا ۵۰۰۰ تنه ئې یوازي په مرکزي محبس کې ساتل کیږي. د دغو زندانیانو په ډله کې شاوخوا ۴۰۰ تنه ښځې هم شاملي دي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب