1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آپېک سرمشريزه: د سوريې پر موضوع همږغي نه ده رامنځ ته سوې

۱۳۹۱ شهریور ۱۸, شنبه
https://p.dw.com/p/165NJ

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرگې لاوروف، د سوريې د رژیم د مخاليفينو له خوا د عبوري حکومت د جوړولو پلان سخت غندلی دئ. لاوروف خپل دا نظر د آسيا او اوقيانوس د غاړو د هيوادونو د ټولنې آپېک د سرمشريزي تر څنگ د خپلې امريکايي سيالي هېلري کلنټن سره د ملاقات پر وخت څرگند کړی دئ.

روسي وزير د متحده ايالتونو له خوا د ايران او سوريې پر وړاندې د بنديزونو په لگولو هم نیوکه کړې ده. لاوروف زياته کړې ده چي دغه بنديزونه د يو شمېر روسي بانکونو او شرکتونو په تاوان هم تمام سوي دي. د نوموړي په وينا دا د منلو وړ نه ده. د دې څخه تر مخه کلنټن په دغه ملاقات کي چي د روسيې ختيځ ښار ولادي وستوک، ته نزدې په يوه جزيره کي د آپېک د سرمشريزي تر څنگ جوړ سوی وو، پر روسيې ږغ وکړ چي د سوريې پر ضد په فشار زياتولو کي مرسته وکړي.