1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيساف: په افغانستان کي مو لاس ته راوړني ساتو

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ مرداد ۲۱, دوشنبه

ایساف ویلي دي چې په تیرو لسو کلونو کې یې په افغانستان کې ډیري پانګوني کړي دي او په افغانستان کې به د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړني تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم وساتو.

https://p.dw.com/p/19O7e
Bundeswehrsoldaten steigen am 22.12.2012 im Camp Marmal in Masar-i-Scharif in eine C160 Transall-Transportmaschine, um nach Deutschland zurück zu fliegen. Rund 4500 Soldaten der Bundeswehr sind zur Zeit in Afghanistan im Einsatz. Foto: Maurizio Gambarini/dpa
Bundeswehr Camp Marmal Masar-i-Scharif Afghanistan Abzug Deutschland Transportmaschine ISAF Truppeانځور: picture-alliance/dpa

اوس له ډیرو افغانانو سره دا اندیښنه رامنځ ته شوې ده چې که افغانستان او امریکا متحده ایالات په خپل منځ کې امنیتی ټړون لاسلیک نه کړي، نو افغانستان به یو ځل بیا د ګاونډویو هیوادونو د سیالۍ په میدان بدل شي.

د ایساف ویاند هینس فیلدمن، د دوشنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ویاند سره په یوه ګد خبري کنفرانس کې وویل: «تاسو ټول پوهیږﺉ چې نړیوالي ټولني په تیرو لسو کلونو کې [په افغانستان کې] ډیره پانګونه کړې ده. موږ غواړو ډاډه اوسو چې دغه لاس ته راوړني مو په راتلونکي کې هم ساتل کيږي.»

په همدې حال کې فیلدمن دا خبره هم روښانه کړه چې د نړیوال ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتېدو له پاره قانوني اسنادو ته اړتیا لري. هغه روښانه کړه چې اوس نړیواله ټولنه او افغان حکومت د داسې قانونو د امکانانو په لټه کې ده چې له مخې به یې هغوی په افغان کې حضور ولري. د ایساف دغه چارواکي روښانه کړه چې هم افغان حکومت او هم نړیواله ټولنه غواړي چې د ایساف ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاته شي.

دا په داسې حال کې ده چې پلان شوي ټول نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دغه هیواد مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. ښاغلي فیلدمن همداراز دا ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونه د دغه هیواد د امنیت ټینګولو توان لري.

د افغان پوليسو روزنه
د افغان پوليسو روزنهانځور: picture-alliance/dpa

فیلدمن وویل چې د افغان دولت مخالفینو غوښتل په روان کال کې د افغان امنیتي ځواکونو په مخ کي ستونزې رامنځ ته کړي، خو د هغه په خبره افغان ځواکونه په دې اندازه پیاوړي شوي دي چې د دغو ستونزو په مقابل کي ودریدل او له هغوی سره مبارزه وکړه. هغه وویل:

«تاسو پر خپلو ځواکونو د ویاړ له پاره ډیر لاملونه لرﺉ. هغوی د ګواښونو پر وړاندي دیریږي چي تاسو ته خدمت وکړي. موږ د پرمختګونو شاهدان یو او وینو چې افغان امنیتي ځواکونه د ودې په حال کې دي.»

افغان امنیتي ځواکونو په تیرو دوو اوونیو کې د ننګرهار په حصارک او لوګر په ازره ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل. افغان چارواکو ویلي دي چې د ۲۰۰ عرب، پاکستاني او افغان جنګیالیو تر وژلو وروسته یې دغه ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې دي.

د افغانستان پر ختیځ باندې تمرکز

په عین حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هیواد په ختیځ کې د طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پيل کړي دي. د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د یو شمیر ولسوالیو کنترول وخت نا وخت د طالبانو لاس ته لویږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، په دې خبري کنفرانس کې روښانه کړه چې په نزدې راتلونکې کې به سیمه ییز پوليس د نورستان او کونړ ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې میشت شي.

صدیقي وویل، له دې کبله چې نورستان او کونړ له پاکستان سره ګډه پوله لري، نو دغه ولایتونه له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. هغه زیاته کړه:

«دښمن ډیر تلاښ کوي چې زموږ پر پوستو باندې بریدونه وکړي. خو له نیکه مرغه په دغو سیمو کې زموږ د امیتي ځواکونو وړتیا لوړه ده نو یاغیان نه شي کولای چې د هغوی پر وړاندې ډیري ستونزي پيښي کړي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې سیمه ییز پولیس به دغو سیمو ته د څرخي الوتکو په وسیله ولیږدول شي، ځکه د دغو ولسوالیو لارې ډیري خرابي دي. امنیتي چارواکي وایي چې طالبان کولای شي د کونړ له لاري د کاپیسا او بدخشان ولایتونو ته هم نفوذ وکړي، او امنیت یې خراب کړي.