1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيساف: وردگو کي ځانگړي ځواک څه نه دي کړي

اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۱ اسفند ۷, دوشنبه

په افغانستان کي د آيساف ځواکونو وياند وايي، چي دوی داسي څه نه دي ليدلي يا اورېدلي چي په وردگو ولايت کي دي ځانگړو امريکايي ځواکونو پرناحقه څوک نيولي يا وژلي وي.

https://p.dw.com/p/17lQt
epa03301568 International Security Assistance Forces (ISAF), German Brigadier General Guenter Katz spokesman, talks with journalists during a press conference in Kabul, Afghanistan, 09 July 2012. Six NATO soldiers were killed in a bomb attack in Afghanistan on 08 July as the international community has met in Tokyo to pledge development aid to the country for after the withdrawal of foreign troops. EPA/S. SABAWOON +++(c) dpa - Bildfunk+++
ISAF Günter Katzانځور: picture-alliance/dpa

افغان ولسمشر حامد کرزي د يکشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کې پریکړه کړې ده چې د ۲ اونیو په جريان کښي دي له وردگو ولايت څخه ټول ځانګړي امریکايي ځواکونه له خپلو افغان ملگرو سره ووځي.

د میدان وردګو والي د یکشنبې په ورځ د ملي امنيت شورا غونډي ته په خپل راپور کې ویلي دي چې یو شمیر هغه افغانان چې له ځانگړو امریکايي ځواکونو سره دنده لري هم د خلکو په زورونو کې ښکیل دي.

خو د آیساف ویاند جنرال ګوینتر کتڅ د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د فيبرورۍ ۲۵) په کابل کې يوې خبري غونډي ته وویل، چي په دې اړه به ډیر ژر له افغان چارواکو سره خبري وکړي.

«آیساف به د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له استازو سره په ګډه کار وکړي، چي د میدان وردګو اوسیدونکو ستونزو ته د اوارۍ لاري چارې ولټوو او په وردګو کې وضعیت ډیر کړکېچن دی چې په اړه به یې له افغان همکارانو سره په ګډه همغږي تلاښونه وشي.»

کتڅ زیاتوي چې آیساف بیا هم په هېواد کې د امنیتي مسئولیتونو د لیږد بهیر په مسئولانه توګه پرمخ بیولو ته دوام ورکوي.
د کتڅ په وینا د دوی په موندنو کې داسي څه نه ښکاري چې امریکايي ځانګړو ځواکونو دې په میدان وردګو ولایت کې پر ناحقه څوک نیولي او یا یې هم وژلي وي.

خو د ولسمشر  ویاند ایمل فیضي د یکشنبې په ورځ ناوخته په کابل کې يوې خبري غونډې ته ویلي ول چې ځانګړو امریکايي ځواکونو د ورگو ولايت ۹ تنه اوسیدونکي پر ناحقه نیولي دي او د برخلیک په اړه یې هم معلومات نشته.

«د سیمه ییزو چارواکو او خلکو په وینا د امریکا ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتجه ۹ تنه ځايي اوسیدونکي نیول شوي دي چې له څه موده راهيسي یې د برخلیک معلومات هم نه کیږي.»

فیضي زیاته کړې ده چې د میدان وردګو والي امنیت شورا ته په خپل راپور کې دا شکایت هم وکړ، چې ځانگړو امریکايي ځواکونو په یاد ولایت کې د پوهنتون یو محصل له کوره ایستلی او تر شکنجو وروسته یې وژلی دئ.

د هغه په وینا د میدان وردګو د والي د رپوټ او د امنیت شورا د تیرو غونډو پر بنسټ ملي دفاع وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د ۲ اونیو په ترڅ کې له دغه ولایت څخه ځانګړي امریکايي ځواکونه یا سپیشل فورس وشړي.

خو د چارو یو شمېر کتونکي بیا باوري نه دي چې امریکا به د ولسمشر کرزي وروستی امر عملي کړي.

پوځي شنونکي جنرال عبدالواحد طاقت په دې اړه له دوچه ویله سره په خبرو کي وویل، چي ولسمشر کرزي تردې وړاندې هم د شپنیو عملیاتو بندیدو په اړه فرمانونو ورکړي خو عملي پایلې یې نه دي لیدل شوي.

«کله چې په کونړ کې د امریکا په شپنیو عملیاتو کې ملکي وګړي او ماشومان ووژل شول، نو ولسمشر کرزي یو ماشوم په غیږ کې ونياوه او ويې ویل زه ناټو ته امر کوم چې نور دي دغه راز عملیات نه کوي، خو په دوهمه ورځ یې بیا هماغه رقم بمبار وکړ او ښځې او ماشومان یې مړه لړل.»