1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا چينايي يوان به د نړۍ دوهم پولي واحد سي؟

۱۳۹۰ دی ۲۳, جمعه

چين او جاپان به ډير ژر پخپلو منځونو کي ټولي سوداگريزي معاملې په ډالر نه بلکي په يوان کړي. په ۲۰۱۰ کال کي دغو دواړو هيوادونو پخپلو کي سره د ۲۶۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت تجارت کړی وو.

https://p.dw.com/p/13j1H
چينايي پولي واحد يوان
چينايي پولي واحد يوانانځور: picture-alliance/dpa

آيا کيدای شي ايون تر ډالرو وروسته د نړۍ دوهم پولي واحد شي؟

اوسني حالات ښيي چي د چين پولي واحد، ايون به ډير ژر تر ډالرو وروسته د نړۍ دوهم پولي واحد شي. په دې برخه کي يو مهم ګام د تير کال د ډسمبر په مياشت کي واخيستل شو.

هغه وخت چين او چاپان ومنله چي په خپل منځ کي به ټولي تجارتي معاملي په يوان ترسره کړي.

چين او جاپان د نړۍ دوهم او دريم لوی اقتصادي قدرتونه دي. په دې ترتيب سره نو کله چي دغه دواړه هيوادونه پخپلو منځونو کي په يوان تجارت وکړي نو د دغه پولي واحد پر پياوړيتوب به ډيره اغيزه ولري.

اوس مهال جاپاني کمپنۍ د نړۍ د ټولو نورو کمپنيو په څېر لومړۍ خپلي پيسي په ډالرو اړوي او بيا يوان رانيسي ترڅو د چين سره تجارتي معاملې وکړي. په لومړي سر کي له ين څخه د په ډالرو او بيا له ډالرو څخه په يوان د پيسو تبديلول د جاپاني سوداګرو له پاره د زيان خطر ډيره وي.

اوس مهال د چين په ګدون د نړۍ په يو شمير هيوادونو کي د چين په پولي واحد هم بانکي تظمينونه قبليږي. نايجيريا او برازيل همدا اوس خپلي ځيني اسعاري زيرمي په يوان ساتي. د پلان له مخي به په راتلونکي کښي د لندن او سنيګاپور په مالي بازارونو کي په چينايي يوان تظمينونه معامله شي.

خو ښايي چي د چين يوان د نړۍ د دوهم پولي واحد کيدو له پاره اوږده لاره په مخ کي ولري. که څه هم چين اوس د نړۍ دوهم لوی اقتصادي قدرت دئ، خو په نړۍ کي له ټولو تجارتي معاملو څخه يوازي يو فيصد ئې په يوان تر سره کيږي.

اوس د يوان د تبادلې نرخ د نړيوالو پولي بازارونو په واسطه نه تعينيږي، بلکي د چين مرکزي بانک دغه کار تر سره کوي.

کارپوهان وايي چي که چين غواړي خپل پولي واحد په يوه ريښتني پولي واحد تبديل کړي نو بايد خپل مالي بازارونه د نړيوالو پر مخ پرانيزي.

دا کارپوهان وايي چي نړيوال بازارونه بايد د يوان د تبادلې نرخ تعين کړي نه د چين مرکزي بانک.

کارپوهان دغه راز وايي چي چين بايد د خپلو پيسو د نرخ له ټيټ ساتلو څخه ډډه وکړي ترڅو وشي کولای په نړيوالو بازارونو کي خپل پولي واحد ته ځای پيدا کړي.

دويچه ويله/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل