1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په پارلماني ټاکنو کي به د درغليو مخنيوی په قسم ورکولو سره وسي؟

۱۳۸۹ تیر ۶, یکشنبه

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چي په ټاکنو کي د درغليو د مخنيوي د پاره يې د دې کمېسيون د ولاياتو و ټولو مسوولينو ته قسم ورکړی چي د پارلماني کانديدانو په گټه يا تاوان کار ونه کړي...

https://p.dw.com/p/O4OK
ولسي جرکي نن د يکشنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمد معنوي ور بللی و تر څو د پارلماني ټاکنو په اړه مالومات ورکړي.
ولسي جرکي نن د يکشنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمد معنوي ور بللی و تر څو د پارلماني ټاکنو په اړه مالومات ورکړي.انځور: DW

د پارلماني ټاکنو د انتخاباتي کمپاين په پيلېدو سره په ځانگړي ډول په ولايتونو کي داسي اندېښنې موجودي دي چي په دې کي به هم ډير درغلۍ وسي.

دا انديېښني وروسته تر هغه ډيري سوې چي د ولسمشر ۍ په تيرو انتخاباتو کي ډير صندوقونه د رايو ورکونکو د خوا نه، بلکي د ولاياتو و چارواکو ته د نژدې کسانو لخوا ډک سوي ول.

خو اوس د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چي، هغه کارکونکي چي د جمهوري رياست په انتخاباتو کي فاسد ثابت سوي ول تر يو حده پوري تصفيه سوي دي.

ولسي جرکي نن د يکشنبې په ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمد معنوي ور بللی و تر څو د پارلماني ټاکنو په اړه مالومات ورکړي.

ولسي جرگې ته معنوي په خپلو خبرو کي وويل چي په هر شېبه کي که د کمېسيون پر يوه کارکونکي باندي د درغلۍ اسناد را و ايستل سول په هغه گړی به يې په اړه جدي کړني تر سره کيږي. هغه که هر څوک وي.

معنوي ولسي جرگې ته وويل چي هغه پتېيلې ده تر څو خپلو ټولو کارکونکو ته قسم ورکړي چي په ټاکنو کي د درغليو څخه مخنيوی وکړي.

خو کارپوهان وايي چي د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د کاري طرزالعملونو څخه د درغليو په مخنيوي کي کار واخلي نه د قسم ورکول په لار.

په پارلماني ټاکنو کي يوازي د درغليو مسئله د اندېښنې وړ نه دي، بلکي لويه ستونزه امنيتي ده.

د افغانستان د امنيتي چارواکو په خبره چي دوې اونۍ د مخه يې ولسي جرگې ته مالومات ورکول په ټول هيواد کي يوازي په 9 ولسواليو کي د انتخاباتو د تر سره کېدو امکان سته او نوري 355 يې نا امنه دي.

د انتخاباتو د کمېسيون د چارواکو په خبره تر اوسه پوري د افغانستان امنيتي ارگانونو دا نه ده روښانه کړې چي د افغانستان په کومو سيمو کي د انتخاباتو د تر سره کېدو د پاره زمېنه برابره ده.

که څه هم چي د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د رايو ورکولو د مرکزونو د امنيت ساتني ډاډ ورکړی خو کانديدان تر اوسه پوري ډاډه نه دي.

تيره ورځ ولسمشر کرزي ددې څخه اندېښنه وښودل چي ډيری کانديدان د خصوصي بانکونو او سوداگرو لخوا تمويليږي چي د هغه په خبره که داسي وي نو راتلونکی پارلمان به د خلکو استازيتوب نه بلکي د بانکونو او سوداگرو استازيتوب به کوی.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی. زيارمل