1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په هدفمنه توګه وژل روا او قانوني دي؟

۱۳۸۹ مرداد ۱۵, جمعه

د ژنيو موافقت لیکونه په دې برخه کي بيخي څرګند دي. هغه وايي چي يو ملکي سړی يا ښځه خپل حفاظت هغه وخت چي په مخامخ ډول په جګړه کي ونډه واخلي، له لاسه ورکوي.

https://p.dw.com/p/Odoe
هدفمنې وژنې د بې پيلوټه الوتکو د لارې ډېرې کيږي
هدفمنې وژنې د بې پيلوټه الوتکو د لارې ډېرې کيږيانځور: AP

څه وخت په يو ملکي چا باندي په جګړه کي برید کیداي شي. دبين الدول د حقوقو په اساس حفاظت څه وخت له منځه تلای شي ؟ د سره صليب د نړيوالي کميټي غړي نيلز ميلڅر چي پخپله حقوقپوه دی. ده ځان په دې پوښتنو اوږده موده بوخت کړی دی او خپل توضيحات يي په یو کتاب کې چي ۸۵ مخونه لري، راوستلي دي. ميلڅر وايي:

«د دې کتاب هدف دا نه دی چي پوځ ته په مشخص ډول، د ګمارل کيدو لپاره مقررات وضع کړم. ځکه چي دا د پوځ خپله دنده ده، بلکه دا زيادتره د يو تګلوري دښودلو په شان ده. که يي د ترافيکو له مقرراتو سره سړی پرتله کړي، د دې هدايت ورکړي چي د موټر چلولو په وخت کي د هوا او د ترافيکو وضعه په پام کي ونيسۍ او خپل ګړنديتوب د دې موضوعګانو په پام کي نيولوسره وټاکۍ.»

د ژنيو موافقت لیکونه په دې برخه کي بيخي څرګند دي. هغه وايي چي يو ملکي سړی يا ښځه خپل حفاظت هغه وخت چي په مخامخ ډول په جګړه کي ونډه واخلي، له لاسه ورکوي. که په لنډ ډول په نورو تورو سره ووايو يو ملکي څوک چي ډزي وکړي نور ملکي نه دی. پدي ډول نو يو طالب چي وسلي توليدوي او تبليغاتي توکي ويشي خو په جګړه کي فعاله برخه نه اخلي د ژنيو د موافقت ليک له حمايت څخه برخمن وي .

خو د هغه ملکي چا په برخه کي چي د ورځي په جګړه کي برخه اخلي او د شپي آرامه په خپل بستر کي پروت وي دهغه مسله څنګه ده؟ د سره صليب نړيواله کميټه د هغه وخت محدودوي او وايي چي يو تعرض کونکی ملکي کس په هغه وخت کي چي په مخامخ ډول د بريد کولو لپاره تیاري نيسي، او له عملياتو نه د بيرته ستنيدو تر وخته پورې برید پري کيدای شي. خو نيلس ميلڅر وايي چي په يو ویده طالب باندې هم برید کيداي شي ځکه چي:

« د ملکي وګړو تر څنګ طالب جنګيالي هم شته دي، چي له دولتي پوځ سره پرتله کيداي شي، دا هغه جنګيالي دي چي په دوامداره توګه د جګړې کولو دنده لري. دوي ملکي کسان نه دي او دوی هم لکه د دولتي عسکرو په شان په روا اوقانوني توګه د وژلو هدف ګرځيدلی شي.

د هدفمنو او قصدي وژنو په سر بحثونه د طالبانو د وژنې په اړه راپورته شوي دي
د هدفمنو او قصدي وژنو په سر بحثونه د طالبانو د وژنې په اړه راپورته شوي ديانځور: picture-alliance/dpa

خو ملڅر وايي چي د سره صليب د نړيوالي کميټي له دي مشورې او تفسیر کولو څخه بايد د وژلو د اجازي په توګه ناوړه استفاده ونشي. ځکه سړی يوازي دومره له زور څخه د کار اخيستو اجازه لري چي دشمن دجګړي له توانه وغورځول شي. ملڅر زیاتوي که په يوي ستري جګړه کي يو طالب د هغه په کور کي د خوب په وخت کي ګير کړۍ نو له يوي ډلي عسکرو سره چي درسره دي، هغه اسانه نيولي شي د وژلو حاجت يي نشته.

خو ربړه په هدفمنو وژلو کي ده ځکه چي د عملياتو هدف هماغه له لومړي سر څخه د دښمن وژل وي. د بين الدول حقوق يوازي د دي اجازه ورکوي چي دښمن له جګړي وغورځول شي. ملڅر وايي چي د دي عاقبت هم ممکن وژل وي خو تل بايده دي د پوځي ضرورت او د بشر دوستۍ ترمنځ وکتل شي.

ليکونکي: لېخلر، آميري

کتونکی: نسيم صابر