1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په دوحه کي طالبان د ټولو ډلو استازيتوب کوي؟

مسعود جهش (فلوريان وايگند، حسرت نظيمي)۱۳۹۲ تیر ۶, پنجشنبه

امریکا او افغان حکومت غواړي چې د افغانستان د یوولس کلنې جگړې د پای ته رسولو په خاطر له طالبانو سره خبري وکړي، خو کارپوهان وایي چې ټول طالبان یوه ډله نه ده، نو دغه موضوع د سولې بهیر له ستونزو سره مخامخولای شي.

https://p.dw.com/p/18xJ5
Kämpfer der Taliban in Uruzgan in Afghanistan.
Afghanistan - Talibanانځور: picture alliance / Ton Koene

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د جون د میاشتې ۲۵ نېټه) سپینې ماڼۍ یوه بیانیه خپره کړه چې پکې راغلي ول چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د هغه افغان سیال حامد کرزی، په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو اترو پلویان دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات غواړي له داسې طالبانو سره خبرې وکړي چې په لومړي سر کې د امریکا او افغان حکومت د تائید وړ وي او تر هغه وروسته بیا دغه کسان د ټول او یا خو د ډیر شمیر طالب جنگیالیو استازیتوب وشي کړای. داسې ښکاري چې په دوحه کې د طالبانو استازي د دغه شان یوه نقش په لوبولو سره لیوالتیا لري.

د افغانستان د چارو کارپوه او د طالبانو د رژیم پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکی وحید مژده، په دې نظر دی چې «طالبان سره متحد دي». هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «[په طالبانو کې] یوازي گروپ موجود دی چې مشري يې مرکزي شورا کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې ډیر شمیر نور کارپوهان د مژده له خبرې سره موافق نه دي. دغه کارپوهان په دې نظر دي چې د سولي بهیر ځکه له ستونزو سره مخامخیدای شي، چې طالبان ټوله یوه ډله نه ده او په دوحه کې د طالبانو استازي په افغانستان کې د ښکیلو ټولو طالبانو استازيتوب نه کوي.

طالبان یوه ډله نه ده

هغه کسان چې په افغانستان او اروپا کې خپل ځانونه د طالبانو کارپوهان بولي وایي چې په افغانستان کې د ښکیلو ډله کې یو گروپ هم طالبان دي چې نه شوي کولای د نورو ټولو اسلامپالو افراطیانو استازيتوب وکړي.

د افغانستان د چارو آلماني کارپوه کونراد شیتر، په دوحه کې د طالبانو په نوي پرانیستل شوي دفتر کې د دغې ډلې د استازو په اړه وویل: «سړۍ کولای شي دا خبره ومني چې په دوحه کې دغه استازې د کویټې شورا ته نزدې دي چې مشري یې ملا عمر کوي. دغه شورا ادعا کوي چې د طالبانو مشري په لاس کې لري.»

د کوټې شورا چې له نوم څخه معلومیږي چې په کویټه کې میشته ده، ادعا کوي چې له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې د خبرو اترو بهیر پر مخ بیایي.

د بن پوهنتون د سولې او شخړې په برخه کې پروفیستو کونراد شیتر، په دې نظر دي چې د کوټي شورا د طالبانو یوازینی رهبري نه ده او پر دې ډلې سربیره د طالبانو او اسلامپاله افراطیانو نوري ډلي هم موجودې دي. د هغه په اند پر طالبانو سربیره په پاکستان کې د حقاني او حزب اسلامي ډلې هم موجودې دي چې خپلې خاصې غوښتنې او ادعاوې لري.

په کابل کې د سیمه ییزو مطالعاتو د دفتر مشر عبدالغفور لیوال، بیا پر دغو ډلو باندي پاکستاني او ازبک جنگيالي هم ور اضافه کوي. هغه وایي چې د دغو ډلو ترڅنگ په افغانستان کي یو شمیر نړیوال افراطي اسلامپاله جهادیان فعالیت کوي چې له چیچینيا او عربي هیوادونو څخه دغه سیمي ته راځي. هغه وایي چې دغه ټولي ډلي له یو بل سره د نظر اختلاف لري او له همدې کبله سړی نه شي کولای د هغوی په منځ کي په اړیکو په دقیقه توگه پوه شي.

د ایسن پوهنتون غړی یوخن هیپلر، وایي چې دا به ډیره حیرانوونکې خبره وي چې که د دوحې د دفتر طالبان د دغو ټولو ډلو استازيتوب وکړي. هغه وایي چې په افغانستان کې د کوټې پر شورا سربیره نورې ډیرې سیمه ییزې ډلي هم فعالیت کوي چې ښایي د دوحي دفتر د دغو ټولو ډلو استازیتوب و نه شي کولای.