1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په تونيس کي ديموکراسي راتلای سي؟

۱۳۸۹ بهمن ۱۴, پنجشنبه

د تونس په مؤقتي حکومت کي اوس خپل منځي خبري رواني دي.د اروپايي ټولني سره خبري کيږي، د بشري حقونو بين المللي معاهده امضا کيږي ، د بن علي د وختو داخله وزير نيول کيږي او داسي کمېسيونونه جوړيږي چي اصلاحات را منځته کړي.

https://p.dw.com/p/QxzB
د تونس لاريونونه
د تونس لاريونونهانځور: picture alliance/dpa

په اساسي قانون ، قضا او دولتي ادارو کي لا د پخواني ديکتاتور بن علي مُهرونه اعتبار لري. خو خپله بن علي د تونس څخه وتلی دی او اوس بايد د سياسي سيستم څخه هم ځان ليري کړي.تونسيان غواړي ، هر څه نوي کړي.

کارپوهان وايي چي، اوس بايد لومړي هدف دا وي چي، آزاد او ريښتيني انتخابات تر سره سي. البته د دوبي تر رخصتيو دمخه ، يعني د کال په لومړۍ نيمايي کي. د اساسي قانون د جوړولو د پاره چي کوم کميسيون ټاکل سوی دي، بايد د اروپا په سطحه سويه ولري.

دوی په دې پوهيږي چي څومره درنه وظيفه ورپه غاړه ده. دوي بايد د راتلونکي او باثباته ديموکراسۍ تهداب کښېږدي.

دلته د تهداب څخه مقصد اساسي قانون دی. دا چي تر بن علي وروسته به اوضاع په تونس کي څنګه وي ، دا هغه پوښتنه ده چي تونسي سياست پوه حميدي ريديسي ورته تر انتخاباتو دمخه لا جواب لټوي.

ريديسي غواړي، کله چي تونسيان انتخاباتو ته ځي نو په خپله دي د نوي اساسي قانون په جوړولو کي برخه واخلي. دی غواړي د پارلمان اکثريت د نوي حکومت دپاره رايه ورکړي.

د بن علي دولتي ګوند شاوخوا ۲۰ کاله پر دغه هيواد باندي واکمن ؤ. اوس نو په هر ځای کي نوي ګوندونه په فعاليت پيل کوي. د محافظه کارانو څخه نيولې بيا تر سوسيال ديموکراتانو پوري او همدارنګه د اسلاميستانو ګوند.

د بين المللي اړيکو دپاره د پاريس د پوهنتون څخه کارپوه کادر عبدالرحمن په نظر به يو افراطي اسلامي دولت را منځته نه سي: « دا به د کلتورونو يوه څونامي وي. دلته روشنفکران ، پوهان ، آزادي رسنۍ او ډير نوي ځوانان موجود دي چي د ټولني نيمايي برخه جوړوي.»

د هغه په وينا، دوی ټوله د ځانه څخه دا پوښتنه کوي چي څنګه کولای سو په ۲۱ مي پېړۍ کي ځانته يو ځای پيدا کړي. په دې شرط چي خپل هويت د لاسه ورنه کړو.

خو که په تونس کي اساسي پرابلمونه له منځه ولاړ نه سي بيا به نو دغه نوي بدلونونه هم کومه ګټه ونه رسوي.دا ځکه چي په تونس کي بيکاري ډېره ده او ټوله په دې خبره پوهيږي چي انتخابات که څه هم آزاد او ديموکراتيک وي خو سړي ته ډوډۍ نه سي ورکولای.

الکساندر/ ګل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل