آيا هيگل به د کابل او واشنگټن اړيکي ښې کړي؟
۱۳۹۱ اسفند ۲۰, یکشنبهد امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هیګل، د جمعې په ورځ په کابل کې خپلو ځواکونو ته وویل چې د افغانستان ماموریت اوس هم خطرناکه دی. طالبانو هم د هغه خبري په خپلو اعمالو تائید کړې او د شنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان د دفاع وزرات مخې ته یو ځانمرګی برید ترسره کړ. په دغه برید کې نهه کسان ووژل شول. هیګل د برید له سیمې څخه یوازي یو کیلیومتر ليري وو.
طالبانو د دغه برید پړه پرغاړه واخیسته او ويې ویل چې يرغل يې مخکي پلان شوی وو او د امریکا د وزیر له سفر سره یې کوم ارتباط نه لاره. د دې ډلې ویاند تر برید وروسته رسنیو ته ویلي وو چې دغه برید د امریکا د دفاع وزیر ته دا پیغام رسوي چې «طالبان هر وخت په هر ځای کې د يرغلونو د ترسره کولو توان لري.»
تر برید وروسته هیگل خبریالانو ته وویل چې کله برید وشو نو هغه په لومړي سر کې نه پوهیده چې څه پیښ شوې دي. هغه زیاته کړه: «خو موږ د جگړې په سیمه کې یو. ما پخپله هم جگړه لیدلې ده. تاسو پوهیږئ چې باید سړی د چاودنې په وخت کې وارختا نه شي.»
د کابل چاودنه د شنبې د ورځي یوازینۍ امنیتي پېښه نه وه. په دې ورځ په خوست ولایت کې هم یوه چاودنه وشوه. په دې چاودنه کې د اتو تنو ماشومانو په گډون نهه کسان ووژل شول.
یوازې څو ساعته مخکې له دې چې هیګل افغانستان ته ورسیږي، درو تنو افغان سرتیرو په کاپیسا ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر یوې اډې باندي برید وکړ او د هغوی یو تن قراردادي یې وواژه. وروسته بیا درې سره برید کوونکي هم ووژل شول.
دغه بریدونه دا خبره په ډاګه کوي چې طالبان اوس هم پیاوړي دي او کولای شي چې افغان او نړیوالو ځواکونو ته ستونزي رامنځ ته کړي. دغه خبره خو بیا په خاصه توګه له دې کبله ډیري اندیښنې رامنځ ته کوي چې پلان شوې ده ټول نړیوال جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووځي.
دا د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر په توګه د چاک هیګل لومړی رسمي سفر دی. که څه هم هیګل ویلي دي چې افغانستان ته د هغه د سفر اصلي موخه له خپلو ځواکونو او افغان چارواکو سره لیدل دي خو د افغانستان د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني، وايي چې د هیګل د سفر یوه موخه د کابل او واشنګټن تر منځ د اړیکو سمول وي.
هغه وايي: «زه فکر کوم چې هیګل غواړي د ولسمشر کرزي او امریکا تر منځ تشنج راکم کړي. هغه غواړي دغه کار د افغانستان له دفاع وزارت سره د واشنګټن د ژمنو په تازه کولو سره ترسره کړي.»
د افغان ولسمشر او د هغه د غربي ملګرو تر منځ ډیر وخت اړیکې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو له کله ترینګلې کیږي. په پلان کې ده چې هیګل به د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر کرزي سره هم وویني، خو د امنیتي لاملونو له کبله د دغې لیدني وخت نه دی اعلان شوی.
د افغانستان د پوځ پخوانۍ جنرال عبدالواحد طاقت، وايي چې هغه فکر نه کوي چې د هیګل سفر به د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکې ښې کړي. هغه زیاتوي: «امریکا په پوځي عملیاتو کې د ولسمشر کرزي خبره نه مني.»