1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا هند اروپا ژغورلای سي؟

۱۳۹۱ تیر ۱, پنجشنبه

د جي شل په غونډه کي هند ژمنه وکړه چي په نړيوال وجهي صندوق کي به د اروپا د مالي کړکيچ له پاره لس مليارده ډالره تحويل کړي. خو د آسيا دغه ستر اقتصادي ځواک خپله ډيري ستونزي لري.

https://p.dw.com/p/15Isu
انځور: DW

نړۍ تر چين وروسته هند ته د اسيا د يو ستر ځواک په سترگه گوري، خو په دې وروستيو وختو کي ئې اقتصادي وده کراره شوې ده. د دغه هيواد کارپوهان د اړينو اصلاحاتو غوښتنه کوي.

کله چي د هند په تلويزيون کي دا خبر خپور شو چي حکومت ئې د اروپا د مالي بحران د ژغورني له پاره د لسو ملياردو ډالرو ژمنه کړې ده، ددغه هيواد ډيرو خلکو دا پوښتنه وکړه چي ايا «د هغوی هيواد دونه اضافي پيسې لري چي له نورو سره مرسته وکړي؟»

دې پوښتني ډيری هنديان اوس سره مصروف کړي دي، دا ځکه چي په دغه هيواد کي۳۰۰ ميليونه خلک په ورځ کي تر يوه ډالر لږ عايد لري. په دغه يوه ډالر دوی بايد خپل ورځنی ژوند تأمين کړي.

نه يوازي هندي اقتصاد پوهان د خپل هيواد راتلونکی اقتصادي وضعيت پاشلی ويني، بلکي د کار په بازار کي عملاً دا ستونزه ليدله کيږي.

په مومبی کي د کار موندلو د يوې ادارې چارواکي وايي:

«له شپږو مياشتو راهيسي اقتصادي رکود روان دئ. په خاصه توگه په صنعتي سکتور کي. پخوا مو هره مياشت۱۵۰ميليونه خلک د کار بازار ته معرفي کول.اوس دا شميره۵۰ يا ۶۰ ميليونو ته را کښته شوې ده.»

له دې مخکي څو کاله پر له پسې د هند اقتصاد هر کال ۹سلنه وده درلوده. خو دغه وده په تيرو شپږو مياشتو کي ډيره را کښته شوې ده. کار پوهان د دې وضعيت ملامتيا پر اروپا باندي اچوي. د هند حکومت د اقتصادي چارو کارپوهه، کاوشيک بازو وايي:

«دا دوه نيم کاله کيږي چي اروپا په يو طوفاني سمندر کي لاس او پښي ښوروي. له جنوبي کوريا پرته د نړۍ بل هيڅ هيواد د دې طوفان څخه نه دئ بچ شوی.»

خو دغه کارپوهه خپل هيواد هم ملامت گڼي چي د ځان ژغورني له پاره لاس تر زني ناست دئ. هغه وايي، چي تورم په خاصه توگه د هند بې وزلي خلک نور هم بې وزلي کوي.

هغه زياتوي چي د هند حکومت په دې لار کي د ټينگو گامونو په اخيستلو کي ويره لري او وجه ئې دا ده چي هغه د خپل ائتلافي ملگري څخه انديښنه لري.

له دي خبري سره سره د هند صدراعظم من موهن سنگ د جي شل په غونډه کي د المان صدراعظمي ته په ښکاره توگه وويل، چي د هغې د حکومت دا پلان چي د سپما سياست ته دي دوام ورکړل شي، د اقتصادي رکود د حل يوازينۍ لاره نه ده.

دا چي هند د اروپا د ژغورني له پاره په ميلياردونو ډالر ځانگړي کړي دي، دا هغه پيسي دي چي په تيرو کلونو کي د اقتصادي ودي په نتيجه کي ئې لاس ته راوړي دي. خو خبره دلته ده چي په جي شل هيوادونو کي تر چين او اندونيزيا وروسته دريمه ستونزه هند ده.

که چيري ددغه هيواد اقتصادي وده بيرته مخ پر لوړه حرکت ونه کړي، راتلونکي کلونه به په ميليونونو هندي ماهران، کسبگر او بيا په خاصه توگه ځوان تعليم لرونکی نسل به ئې د بېکارۍ له امله سړکانو ته راووزي. لکه اوس چي د اروپايي اتحاديي په ځينو هيوادونو کي ليدل کيږي.

آژانسونه/عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل