1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا نوې تکنالوژي جهاني پرابلمونه حلولای سی

۱۳۸۸ مهر ۱۵, چهارشنبه

معلوماتي - مخابراتي تکنالوژي (ICT) جهاني کيدلو ته سرعت ورکړيدی، چه هغه بايد اوس جهاني پرابلمونه او مشکلات هم حل کي ،لکه اقتصادي بحران،د اقليم تغير،د طبيعي منابعو کموالی او نور

https://p.dw.com/p/K1C0
انځور: AP

په 21 پيړۍ کي به دوې تکنالوژۍ حاکمي وي : مخابراتي اړيکي اودانرژۍ رسونه . ځکه چي پرته داړيکو او ارتباط نيولو څخه به نړيوال بازارونه کار ونسي کولای . اوبيله انرژۍ څخه به بين امللي اقتصاد فعاله نوي . په 21 پيړۍ کي به نړۍ کمتره نه بلکه زيادتره جهاني وي . اوددې معنی داهم ده چي په اقليم کي په نړيوال ډول دبدلون راتګ به دمونږ دپيړۍ مهم چلنج وي .

همدا اوس په بنکاک کي داقليم په هکله خبرو اترو د کيدو په ترڅ کي د تکنالوژۍ دراتلونکي ليږلو په هکله بحثونه کيږي . معلوماتي اومخابراتي نوې تکنالوژي به د بين امللي بحرانونود حل دلاري په حيث دخبرو اترو اصلي موضوعګاني وي . څه داقليم څه دخوراکي شيانو، اوڅه د مالي بحران په برخه کي زمونږ دراتلونکي په هکله ځوابونه له پوهي او تکنالوژۍ سره اړوند لري . همدا اوسه نوی زرغون اقتصاد ډيرو نړيوالو ستونزوته ځواب ويونکي بلل کيږي .

خواقتصاد يوازي دنړيوالو بحرانونو ځواب نسي کيدلاي .مونږ ټول بايده دي په خپل سلوک کي تغير راولو،ځکه چي په 2050کال کي به نهه مليارده انسانان پر ځمکه باندي ژوند وکړي . ددې خبري معنی لکه هسي چي ځيني بدبينان وايي دډبري تاريخي دورې ته په شاتګ نه ، بلکه معنی يې داده چي دنوي تکنالوژۍ اونوو معلوماتو له لاري بايددراتلونکي په لوري ولاړ شو .

مونږ په 21 پيړۍکي دژوند کولو اوتوليد کولولپاره« بيا نوي کيدونکي انرژۍ» ته اړتيا لرو . مونږ دمخابراتو او اړيکودنيولو ګړنديو اوبهتره امکاناتوته اړه لرو، ترڅوچي مونږ نړيواله پوهه په نړيواله توګه نوروته ورسولی اودنورو سره وويشلي شو . اوترټولو دمخه مونږ داسي اقتصادته ضرورت لروچي، دلنډي مودې پر حداکثر ګټي باندي متمرکزنه ،بلکه په دوامدار ډول دمنابعوداحتياط څخه ډکي استفادې باندي تکيه ولري .

ITU Telecom World 2009 Flash-Galerie
انځور: AP

لکه هسي چي اقليمي بحران ښيي دانرژۍ دپخوانيو چينو وخت تيرشويدي، اومونږ نورددې توان نلرو چي انرژي بيځايه مصرف کړو،اود هغه څخه بي پروا استفاده وکړو.اوپه عين وخت کي د21 پيړۍ دنړيوالو بازارو دنوي پوهي، اونوو تکنالوژيومسابقه، همدا اوس پيل شويده .داسي بريښي چي هغه اقتصادي ملتونه چي دپرمختګ لپاره ډيره هڅه کوي لکه چين او هندوستان، دپخوانيو صنعتي هيوادونوپه پرتله په دې باندي ژر اوپخوا پوهيدلي دي .

نو ددې خبري معنی داده چي : دموټرجوړولوزړو صنايعوته دمالي مرستي، اوزړو اوپخوانيو دقوې او بريښنا دتوليد دستګاووته ددولتي مرستو له لاري د جهاني کيدلو ګړۍ څوک بيرته پر شا نسي بيولی . مونږ نړۍ ته وده ورکونکي، او دهغې خرابونکي يو. نوچي دا داسي ده بايده دي دراتلونکي تکنالوژۍ هم يود بل سره وويشو، ځکه هغه څوک چي په دې باندي لمړی پوه شي، د تکنالوژۍ دوړاندي تلونکو بازارونو مسابقه به وګټي .

يې پېسن/ رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري