1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا نوي امريکايي عسکر د نورو دراوتلو دپاره ليږل کيږي

۱۳۸۸ آذر ۱۲, پنجشنبه

دتروريزم له منځه وړل، دافغانستان دامنيتي دستګاه رغول،اودپوځ بيرته وتل دايوه ډيره پيچلې مجموعه ده . پدې برخه کي رولف توپهوفن دتروريزم کارپوه او دافغانستان پيژندونکی شک لري

https://p.dw.com/p/KpbY
انځور: AP

دی وايي :

«دابه ډيره سخته وي . داستراتيژي دامريکا دولس په وړاندي هم يو ډول روحي جګړه ده . داپه واقعيت کي دوتلو لپاره يو ډول دزيات پوځ ور مارش کول دي . خو يوه مسله ښکاره ده او هغه داچي دامريکا دجمهوررييس دغه نوې ستراتيژي ډيرو پوښتنو ته ځواب نه وايي . »

په تيره بيا داغيزناک والي پوښتني بي ځوابه پريږدي . ښايي تر 2012کاله پوري پخپله دافغانستان دعسکرو شمير له اوس 92000څخه 240000 ته زيات اودپوليسو شمير له اوس 84000څخه 160000ته لوړ شي. خودرولف توپهوفن په نظر دايو خوب اوخيال دی . رولف توپهوفن وايي چي پدې ډول دنوبل دسولي دجايزې دګټونکي اوبامادهيلوڅخه ډک تصورات چي غوښتل يې دده څخه پخوا نامحبوبه جمهوررييس جورج بوش دپښو له پلو نه خپلي پښې راوباسي، په يوه بدخوب باندي بدليږي . اومخ په وړاندي وايي:

«نوموړی جمهور رييس بايده دي پام وکړي چي دپوځي لارښود په توګه معرفي اوونه نومول نسي، پداسي حال کي چي دی پخپله نه غواړي چي داسي يوڅوک وي . که جمهوررييس پردې بريالې نسي چي دپوځ دشمير دزياتولو له لاري، په افغانستان کي دخپلو پوځي فعاليتونو په پای ته رسولوپيل وکړي، ددې خطر سته چي دافغانستان په دلدلزارکي بند پاتي شي . »

Barack Obama
انځور: AP

اوداهم يوه دپوځي هوښيارانو خبره ده چي وايي په يوو هيوادباندي د ننوتلوپه پرتله له هغه څخه راوتل سخت کاردی . دامريکا متحده ايالتونو داترخه تجربه په عراق کي هم کړيده . اودافغانستان لانجه هم همداسي ده . ځکه چي نوموړی هيواد بايد داسي پياوړي شي چي دبهرنيو پوځونوتر وتلو وروسته په کورنۍ جګړواودتروريزم په برلاسي کي ډوب نسي .خوپدې برخه کي هم دبارک اوباما دستراتيژۍطرحه چي دپوځي اکاډمۍ دمحصلينو په مخکي يې معرفي کړه، ډيره سرسري وه . توپهوفن بيازياتوي :

«که يوازي دکرزي پر حکومت باندي ډډه ولګوله شي، داطرحه به ناکامه شي . دکرزي پر مرکزي خوکمزوره حکومت باندي بايد مکلفيتونه کښيښودل شي، خوپه عين وخت کي بايده دي په ولايتونو ، ولسواليو اوښارګيو کي داسي سيمه ايز حاکمان پيدا شي چي بيله دناټو له ملاتړ څخه هم دامنيت دساتلوتوان ولري .»

دافغانستان دامنيت تر څنګ ځيني نور مسايل هم په پام کي دي . هغه دلويديز اودامريکا دمتحده ايالتو اعتباردی .

توپهوفن زياتوي .

«اوداخبره هم ده چي خپله آبرو اوحيثيت له لاسه ورنکړي . ترڅو چي زورلاري اوطالبان دتبليغاتو په اساس پردې بريالي نسي چي هغه دافغانستان څخه دشوروي اتحاد دپوځ له وتلو سره پرتله کړي، چي وروسته له لسو کالو يرغل څخه يېافغانستان بيرته پريښود .»

ريډل/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري