1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا مېرکل په وارسا کې د مهاجرو په اړه خبرې وکړې؟

آژانسونه/ ن.ص۱۳۹۵ شهریور ۵, جمعه

په رسمي توګه د مهاجرو سياست د مېرکل د سفر اصلي موضوع نه ده. نوموړې په پولنډ، چک، سلواکيا او هنګري کې د مهاجرت په سياست کې له خپلو اصلي منتقدينو سره ليدلي.

https://p.dw.com/p/1JqHf
انځور: Reuters/K. Pempel

مېرکل په وارسا کې لومړی د پولنډ له صدراعظمې، بېاتا سڅيدلو، سره کتلي دي. وروسته به د چک، سلواکيا او هنګري حکومتي مشران هم ورشي. دغه څلور هيوادونه د «ويښه ګراد» په نوم ډلي پوري اړه لري چې د اروپايي ټولني له خوا پر بېلابېلو هېوادونو د مهاجرو د وېشلو شاخص او د آلمان د کډوالۍ سياست ته په خورا انتقادي سترګه ګوري.

له غونډي مخکې د هنګري صدراعظم، ويکتور اوربان، ويلي ول چې دی غواړي د اروپا له خوا د مهاجرو د منلو او پر مختلفو اروپايي هيوادونو باندي د وېشلو د سياست د دوام مخه ونيسي. هغه وويل «اصلي پوښتنه دا ده چې آيا انګلا مېرکل دې ته چمتو ده چې د بروکسل دغه غلطه پرېکړه بېرته واخلي، که نه؟»

د پنجشنبې په ورځ چک هم په بېلابېلو اروپايي هېوادونو باندي د مهاجرو د وېش د سياست پر سر يوه وروستۍ قاطع پرېکړه يو ځل بیا رد کړې وه.

له کيڼ اړخه. روبرت فیکو (چيک)، انگلا ميرکل (جرمني)، بياتا سڅيدلو(پولنډ)، ويکتور اوربان(هنگري) او بوسلاو سبوتکا(سلواکيا)
انځور: Reuters/K. Pempel

هنګري غواړي د سربستان پر پوله دويمه ګټاره جوړه کړي

دا خبره هم رابرسېره شوې ده چې هنګري قصد لري د مهاجرو د مخنيوي له پاره د هنګري او سربستان د ګډې پولي پر اوږدو بله کټاره هم ولګوي. اوربان ويلي دي چې که له ترکيې سره د مهاجرو پر سر شوی تړون ناکام شي، نو کېدای شي چې په لکونو نور مهاجر د هنګري سرحد ته مخه وکړي.

هنګري په ۲۰۱۵م کال کې له سربستان او کروشيا سره د سرحدونو په اوږدو اغزن تار لرونکې کټارې لګولې او په دې ترتيب سره يې د مهاجرو بهير محدود کړی وو. اوس د ترکي اتباعو له پاره د ويزې د آزادۍ پر سر له انقرې څخه ګواښونه هم اورېدل کيږي. انقره غواړي چې د مهاجرو تړون لغو علان کړي.

د اروپايي ټولني او ترکيې تر منځ د ترينګلو اړيکو له کبله بلغاريا هم د مهاجرو له يو بل کړکېچ څخه وېريږي. د بلغاريا صدراعظم، بويکوف بوريسوف، د «فرانکفورتر آلګېماينه» ورځپاڼي ته ويلي دي چې د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، ګواښ کړی دی چې پر اروپا به د مهاجرو «سيلاب» ورشي.

بوريسوف زياته کړه چې د ده هيواد اوس د اروپايي ټولنې له خوا يوازې پرېښودل کيږي او دا چې دی نه پوهيږي چې هيواد به يې څومره وخت «د خپلو پولو په اوږدو کې د مهاجرو له خوا فشارونه ته ټينګ شي.»