1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا مېرکل په اروپا کې منزوي شوې ده؟

باربرا وېزل۱۳۹۴ دی ۲۶, شنبه

مېرکل لږ وخت مخکې د يوې امريکايي مجلې له خوا د کال مېرمن وټاکل شوه او ډېر وخت د اروپا «ملکه» هم بلل کېدله. خو اوس وضع بدله شوې ده او هغه له مخالفتونو سره مخامخ ده.

https://p.dw.com/p/1HeYh
انځور: picture-alliance/dpa/H. Knosowski

د يونان په مالي کړکېچ کې د اختلافاتو سربېره مېرکل تل د ولفګانګ شويبله له وفادارۍ سره حساب کولای شي. د آلمان د ماليې وزير په بروکسل کې له خپلو سيالو وزيرانو سره تر غونډې وروسته وويل چې د يونان ستونزې اوس رفع شوې دي.

د اصلاحاتو راتلونکي ګامونه بايد پورته شي، چې دغه کار د تل په څېر زيات وخت نيسي، خو بيا هم خوشبيني موجوده ده. خو د آلمان د ماليې د وزير اصلي پيغام بيا دا و چې د کډوالو کړکېچ د اروپايي ټولنې راتلونکی ګواښي. شويبله وويل چې «يوه مشترکه اروپايي حل لاره بايد ژر تر ژره وموندل شي، او دا چې اصلي ننګونه دا ده.»

ستونزه يوازې د آلمان نه ده. دغه جمله شويبله په وار وار تکراروله. شويپله دې ته هم اشاره وکړه چې که آلمان د سويډن په څېر پوله وتړي، نو ستونزه به نوره آلمانۍ نه وي، بلکې ټولې اروپا ته به پرې ګواښ پېښ شي. د دې له پاره چې د ګواښونو ډکه دغه فضا بشپړه تشريح کړي، شويبله وويل: «که شېنګن ناکامه شي، نو د داخلي مارکېټ په برخه کې هغه پخوانی حالت نه شي راتللی.َ» د ده په وينا دغه خبره په يورو پولي واحد پورې هم صدق کوي چې هغه بايد هم ناکامه نه شي.

د ملاتړ نشتوالی

انګلا مېرکل په اروپا کې يوازې يو ملګری او ملاتړکوونکی لري، يعنې د اروپايي کميسيون مشر، ژن کلود يونکر. هغه يو ځل بيا په بروکسل باندې لفظي حمله وکړه ځکه چې اکثره غړي هېوادونه نه غواړي چې د کډ‌والو په کړکېچ کې د يو اروپايي حل له پاره هلې ځلې پورته کړي. خو اصلي پرېکړه بيا د اروپايي ټولنې په شورا کې کيږي چې حکومتي مشران پکې شتون لري. په دغه شورا کې د آلمان صدراعظمه چندانې ملاتړ نه لري.

د پولنډ نوی ښي اړخی محافظه کاره حکومت له برلين سره ټکر غواړي، سره له دې چې مېرکل د خپلو ګاونډيانو ملاتړ غوښتی و. سربېره پر دې هنګري، چک او سلواکيا هم سخت مخالفت ښکاره کوي. د لويديځ په لور کتنه هم کومه فايده نه لري. په داسې حال کې چې په بهرني سياست کې د آلمان او فرانسې همکاري پراخه ده، خو د کډوالو په برخه کې ولسمشر فرانسوا اولاند کمزوری غوندې برېښي، ځکه چې دی خپله د ښي اړخي «فرون ناسيونال» ګوند له طرفه تر فشار لاندې راغلی دی.

د بريتانيې لومړی وزير، ډيويد کامرون هم د کډوالو په برخه کې د مېرکل ملا نه تړي. د ايټاليې لومړی وزير، ماتېو رينڅي، په اروپا کې ګويا د آلمان د قدرت له کبله مخالفتونو ته لاس اچولی دی. په هسپانيا کې بيا حکومت شتون نه لري او پرتګال ضعيف شوی دی. ايرلنډ انتخاباتو ته لار څاري. يوازې اتريش، هالنډ او سويډن کېدای شي يوې ټلوالې جوړولو ته لېوالتيا ولري. خو آيا مېرکل اوس په اروپا کې ګوښه شوې ده؟ په بروکسل کې د اروپا د پاليسۍ د مرکز غړی، يانيس امانويليديس، وايي چې سړی بايد داسې ژر قضاوت ونه کړي.

له يوې خوا د آلمان لومړۍ وزيرې اشاره کړې ده چې د کډوالو په برخه کې ستونزې شته چې غبرګون يې هم ورته ښودلی دی. له بلې خوا د ده په اند «آلمان تر اوسه ډېر قوي لوبغاړی دی او مېرکل تر اوسه پورې ستر نقش لري.» امانويليديس زياتوي چې د مېرکل منتقدين په دې ښه پوهيږي چې په اروپا کې د قدرت تشه ډېرې خطرناکې پايلې لري. ځکه به هغوی د اړتيا په صورت کې له مېرکل څخه ملاتړ هم وکړي.

شويبله د مېرکل له ملاتړو څخه دی
شويبله د مېرکل له ملاتړو څخه دیانځور: picture-alliance/dpa/J. Warnand